چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeکورپاڼهواشنګټن کې؛د ایران پر سر د سنا او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اختلافات...

واشنګټن کې؛د ایران پر سر د سنا او ډونالډ ټرمپ ترمنځ اختلافات زیات شوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سنا هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې له نوموړي غوښتل شوي چې د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام ودروي.

ټرمپ ویلي چې د سنا رایه‌اچونه په نامناسب وخت ترسره شوې او عملي ارزښت نه لري.

نوموړي دا پرېکړه بې‌مانا بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام د اوسنیو شرایطو له واقعیتونو سره سمون نه خوري.

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د امریکا سنا د جګړې د صلاحیتونو اړوند یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، څو د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه د ولسمشر واکونه محدود کړي.

تر اوسه د سپینې ماڼۍ او د سنا د غړو ترمنځ د یادې پرېکړې په اړه بحثونه روان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here