نن په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم عمومي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغه نندارتون پرانیسته وکړه او په مراسمو کې یې وویل، هڅه کوي د سوداګرۍ او پانګونې لپاره اسانتیاوې رامنځته، د سوداګرو پر وړاندې خنډونه کم او د خصوصي سکټور لپاره مناسب چاپېریال برابر کړي.
برادر زیاته کړې چې دغه نندارتون به د افغانستان د کرنیزو، صنعتي او نورو تولیداتو، او همداراز د وچو او تازه مېوو د معرفي کولو له لارې د هېواد د محصولاتو لپاره د سیمهییزو او نړیوالو بازارونو په موندلو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د امان ابوحنیفه نړیوال نندارتون کې افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګه والو په شاوخوا ۶۰۰ غرفو کې د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، اوسپنې ویلې کولو او ګڼو نورو برخو کې صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي او اووه ورځې به دوام ولري.

