چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeکورپاڼهنړیوالو بازارونو کې؛د نفتو بیې د کمېدو په حال کې دي

نړیوالو بازارونو کې؛د نفتو بیې د کمېدو په حال کې دي

په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیو د کمېدو لړۍ دوام لري او د برېنټ خام نفتو بیه د تېرو څلورو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نږدې شوې ده.

د راپورونو له مخې، د برېنټ خام نفتو، چې د نړیوالو بازارونو لپاره د بیو مهم معیار ګڼل کېږي، په لومړنیو معاملو کې ۰.۵ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی او د هر بېرل بیه یې ۷۶.۷۱ ډالرو ته راکمه شوې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم د برېنټ بیه نږدې یو سلنه راټیټه شوې وه او د مارچ میاشتې له پیل راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې وه.

د اقتصاد شنونکي وايي، د نفتو په بیو کې وروستی کمښت د دې تمې له امله رامنځته شوی چې د هرمز تنګي له لارې به د نفتو لېږد بېرته عادي شي او نړیوال بازار ته به د انرژۍ عرضه زیاته شي.

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي په پیل کې، د هرمز تنګي د بندېدو له امله د نفتو او انرژۍ بیې په چټکۍ لوړې شوې وې، ځکه دغه سمندري لار د نړۍ له مهمو نفتو لېږدونکو مسیرونو څخه شمېرل کېږي.

همداراز، د انرژۍ پر تاسیساتو د متقابلو بریدونو له امله هم په نړیوالو بازارونو کې د نفتو او نورو انرژۍ سرچینو بیې لوړې شوې وې، خو اوس د وضعیت د ښه کېدو له اټکل سره بیې بېرته د راکمېدو په حال کې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here