شنبه, اکتوبر 3, 2026
Homeافغانستانملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ کسانو...

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ کسانو ۶۰ سلنه ښځې او نجونې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د منځني ختیځ د شخړو د پراخېدو له امله ښايي د ۲۰۲۶ کال تر پایه په ۲۸ هېوادونو کې ۱۱.۷ میلیونه نورې ښځې او نجونې د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د UN Women د اجرائیوي مدیرې مرستیالې نیارادزای ګومبونزواندا په وینا، په افغانستان کې ښځې او نجونې د هغو کسانو ۶۰ سلنه جوړوي چې ښايي د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

نوموړې ویلي، په افغانستان او یمن کې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې د کار له ځواک څخه بهر دي، چې د ښځو پر اقتصادي وضعیت او د خوړو د خوندیتوب پر وړتیا یې اغېز کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here