د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت د څو لوړپوړو چارواکو اړوند معلومات یې په خپل بندیزي نوملړ کې تازه کړي دي.
د معلوماتو له مخې، په دې نوې تازهکولو کې د طالبانو حکومت د رییسالوزرا محمد حسن اخند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایتالله بدري اړوند جزئیات اصلاح او زیات شوي دي.
یاد کسان له وړاندې هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل وو، خو دا ځل د هغوی د هویت او رسمي اسنادو په برخه کې نوي بدلونونه راوستل شوي دي.
کمېټې تېر کال هم د طالبانو حکومت د لسګونو نورو چارواکو نوملړ تازه کړی و، چې پکې ګڼ لوړپوړي غړي شامل وو.
دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک له مخې لګول شوي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه نورو هېوادونو ته سفر کولی شي.
سره له دې چې طالبانو حکومت څو ځله د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، خو نړیوالې اندېښنې لکه امنیتي وضعیت، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د ټولګډونه حکومت نشتوالی د دې لامل شوي چې دغه بندیزونه لا هم پر خپل ځای پاتې شي.

