په مدینه منوره کې د حوثي ملیشو له لوري د اسلام د ستر پیغمبر محمد (ص) اړوند جومات ته د برېښنا د وېش پر یوه مرکز د برید ادعا شوې ده.
د حرمینو د رسمي ټولنیزو پاڼو له لوري د خپرې شوې خبرتیا له مخې، په برید کې د برېښنا یو ټرانسفارمر له کاره وتلی، خو د برېښنا عمومي شبکه نه ده اغېزمنه شوې.
د ائتلافي ځواکونو ویاند هم په یوه خبرپاڼه کې پېښه تایید کړې ده.

