پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهمارکو روبیو: امریکا نه مني چې د هرمز تنګی دې د کوم...

مارکو روبیو: امریکا نه مني چې د هرمز تنګی دې د کوم یوه هېواد ملکیت وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، متحده ایالات به دا ونه مني چې د هرمز تنګی د کوم ځانګړي هېواد ملکیت یا انحصار کې وي.

روبیو ټینګار کړی چې هرمز تنګی یوه مهمه نړیواله سمندري لاره ده او باید د نړیوالو کښتیو لپاره پرانیستی او خوندي پاتې شي.

د هغه په وینا، واشنګټن د دې ستراتیژیکې سمندري لارې د ازاد تګ راتګ ملاتړ کوي او نه غواړي کوم هېواد پر هغې ځانګړی کنټرول ولري.

هم مهاله، عمان هم د هرمز تنګي له لارې د لنډمهالي سمندري دهلیز د پرانیستې اعلان کړی.

عمان دا نوښت د ملګرو ملتونو د سمندري نړیوال سازمان سره په همغږۍ کړی څو ځنډېدلې سمندري سوداګري او تګ راتګ عادي او خوندي کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here