چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeامنیتغزه کې پر استوګنیزې ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې پنځه...

غزه کې پر استوګنیزې ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې پنځه فلسطینیان وژل شوي

د غزې ښار د رِمال په سیمه کې پر یوه استوګنیز اپارتمان د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژل شوي او شپږ نور سخت ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، برید د شنبې په سهار وختي د «الاصاله» پر ودانۍ شوی او مخکې له دې چې برید وشي، اوسېدونکو ته خبرداری نه و ورکړل شوی.

په وژل شویو کې څلور ښځې شاملې دي چې یوه یې یوه بوډۍ عیسوۍ ښځه او بله یې د هغې لور وه. شپږ ټپیان د درملنې لپاره الشفاء روغتون ته لېږدول شوي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، پر یاد اپارتمان درې بریدونه شوي چې د ودانۍ څو پوړونو ته یې زیان رسولی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here