د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې د پاکستان او قطر پرلهپسې ډیپلوماتیکو هڅو د لبنان د کړکېچ د هواري په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي دي.
عراقچي په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د دغو هڅو په پایله کې د ایران د نفتو او پتروشیمي صادراتو پر وړاندې ځینې محدودیتونه لرې شوي، اقتصادي محاصره کمه شوې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د هېواد د بیارغونې او پراختیا لپاره یو پراخ پروګرام پیل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې په لبنان کې د تاوتریخوالي کمېدل به د وروستیو تفاهماتو او ډیپلوماتیکو هڅو لپاره لومړنۍ عملي ازموینه وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سیمې ثبات او د شخړو سولهییز حل د ټولو ښکېلو لورو د ګډو هڅو او ژمنتیا غوښتنه کوي.

