پاکستاني خبریال طاهر خان د پاکستان پر حکومت، د اطلاعاتو پر وزیر او د اطلاعاتو پر وزارت نیوکه کړې او ویلي یې دي، کله چې د نړیوالو رسنیو پر ضد په ټولنیزو رسنیو کې څه خپروي، باید د هماغو پوسټونو لاندې د خلکو نظرونه هم ولولي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ازاد کشمیر له ټاکنو د الجزیرې راپورونه ننګولي، هغه یې «زېړ ژورنالېزم» بللی او ادعا یې کړې چې دې رسنۍ د ټاکنو بهیر ناسم انځور کړی دی. په ورته وخت راپورونه ښيي چې د الجزیرې وېبپاڼه په پاکستان کې محدوده شوې ده.
طاهر خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، حکومت چې پر رسنیو «۹۹ سلنه» کنټرول هم لري، باید خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل نظرونه په ازاد ډول څرګند کړي.
په همدې تړاو یوه پاکستاني کاروونکي په طنزي ډول لیکلي: «دا مشوره د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ته هم ورکړئ چې د خپلو پوسټونو د تبصرو برخه پرانیزي، څو خلک وکولای شي خپل نظرونه او غبرګونونه څرګند کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې د رسمي اېکس پاڼې د پوسټونو د تبصرو برخه تړلې ده او کاروونکي نه شي کولی د دغو پوسټونو لاندې خپل نظرونه یا غبرګونونه شریک کړي.

