د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې افغانستان یې د ترهګرۍ سرچینه بللې وه.
ښاغلي مجاهد ویلي، دا اندېښنې بېځایه دي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
بلخوا، تېره ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې بلوسوف ویلي وو چې افغانستان لا هم بېثباته دی او د ترهګریزو ګواښونو مهمه سرچینه پاتې ده.
د طالبانو حکومت وایي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسلهواله ډله نشته او ټول هېواد د دوی تر کنټرول لاندې دی.
دغه راز د طالبانو حکومت ډاډ ورکوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

