د یمن پوځ وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په بېلابېلو جبهو کې د حوثیانو پر ضد ۴۷۴ عملیات ترسره کړي دي.
یاد پوځ ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې ۱۵۴۰ حوثي وسلهوال وژل شوي یا ټپیان شوي او ۲۱۶ پوځي وسایط او نور تجهیزات هم ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې د حوثي وسلهوالو تر ټولو ډېر تلفات په تعز کې اوښتي دي.

