شنبه, جون 20, 2026
Homeکورپاڼهد ټرمپ او مېلوني ترمنځ جنجال؛د انځور اخیستو ادعا بیا را تازه...

د ټرمپ او مېلوني ترمنځ جنجال؛د انځور اخیستو ادعا بیا را تازه شوې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا خپله هغه ادعا تازه کړې چې د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني غوښتل د جي۷ سرمشریزه کې ورسره انځور واخلي.

ټرمپ ویلي، مېلوني په ایټالیا کې د خپل ولسي ملاتړ له کمېدو سره مخ ده او په وینا یې دا وضعیت د هغې له سیاسي پرېکړو سره تړاو لري.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې مېلوني د امریکا له ځینو نړیوالو دریځونو سره، په ځانګړي ډول د ایران او ناټو د مسایلو په برخه کې، بشپړه همغږي نه ده ښودلې.

ټرمپ وایي، ایټالیا د لوژستیکي همکاریو په برخه کې ځینې محدودیتونه لګولي چې د امریکا د عملیاتو لپاره خنډ ګرځېدلي دي.

نوموړي په پای کې ویلي، وروسته له دې چې د امریکا په وینا ایران ته «سخت ضربه» ورکړل شوې، ځینې مشران غواړي بېرته له واشنګټن سره اړیکې نږدې کړي، خو هغه ورته په توند انداز ویلي: «نه، مننه.»

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ څو ورځې وړاندې ادعا وکړه چې د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني ورسره د ګډ انځور اخیستو اسرار کاوه، خو مېلوني سمدستي دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې هېڅکله دې او ایټالیا چا ته زارۍ نه دي کړي.

د دغو تاویلو ماویلو په درشل کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني هم امریکا ته خپل سفر لغوه کړ او د ټرمپ ادعاوې یې د ایټالیا سپکاوی وباله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here