د ناټو سرمنشي مارک روته ویلي چې د اروپا او امریکا د ناټو غړي هېوادونه باید خپل پوځي تولیدات زیات او د مهماتو تشې زېرمې بېرته ډکې کړي.
روته له فاکس نیوز سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاعي پېرودنو په برخه کې د نویو پروګرامونو له لارې هڅه کوي د وسلو جوړونې شرکتونو ترمنځ همغږي او همکاري پراخه کړي، څو د تولید کچه لوړه شي.
د هغه په وینا، د ناټو د غړو هېوادونو د دفاعي صنایعو ترمنځ نږدې همکاري د دې لامل ګرځي چې د وسلو او مهماتو تولیدي وړتیا لوړه او د اتلانتیک سمندر دواړو غاړو ته د وسلو زېرمې پیاوړې شي.
د ناټو سرمنشي زیاته کړې چې ټرمپ د غړو هېوادونو مشران هڅوي څو خپلې دفاعي بودجې زیاتې او د پوځي تجهیزاتو د تولید ظرفیت پراخ کړي.
ټاکل شوې چې نوموړی د امریکا له سترو دفاعي شرکتونو سره هم خبرې وکړي.
په ورته وخت کې، د بلومبرګ د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت له پوځي صنعت څخه غوښتي چې په راتلونکي کال کې د هوايي دفاعي سیستمونو لپاره ارزانه توغندي جوړ کړي.

