د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د ملګرو ملتونو د مرکزي بېړني غبرګون صندوق (CERF) له لارې افغانستان ته ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د مرستیال سرمنشي ټام فلېچر په وینا، د CERF له لارې د نړۍ ۱۲ کمتمویل شوو بشري کړکېچونو لپاره ټولټال ۱۶۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي چې ۱۰ میلیونه ډالر یې د معلولیت لرونکو کسانو د اړتیاوو لپاره ځانګړي شوي دي.
فلېچر ویلي، په دغو کړکېچونو کې د ۸۷ میلیونه کسانو د لاسرسي لپاره باید مرستې برابرې شي او ټینګار یې کړی چې د نړۍ تر ټولو له پامه غورځول شوي کړکېچونه باید په هېر شوو بحرانونو بدل نه شي.
اوچا وايي، په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان یوازې شاوخوا ۳۱ سلنه تمویل شوی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته د ۱۸ میلیونه ډالرو ځانګړې شوې مرسته په داسې وخت کې کېږي چې د دغه هېواد بشري اړتیاوې لا هم پراخې دي.

