د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د افغانستان د سیاسي حل په هڅو کې مهم رول لرونکی بنون سوان د اکتوبر په ۵مه د ۸۸ کلونو په عمر په قبرس کې مړ شو.
سوان په ۱۹۸۸ کال کې د افغانستان د وضعیت د سیاسي
حل لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د استازي لوړپوړی سیاسي سلاکار وټاکل شو. وروسته یې د افغانستان په اړه د جنیوا تړونونو د پلي کېدو د څار دنده هم پر غاړه واخیسته.
هغه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د سیاسي کړکېچ، د ډاکتر نجیبالله د حکومت د وروستیو ورځو او د مجاهدینو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په اړه د ملګرو ملتونو له مهمو چارواکو و.
د بيبيسي د وروستي راپور له مخې، سوان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې د ډاکتر نجیبالله د برخلیک او له افغانستانه د هغه د خوندي ایستلو د هڅو په اړه هم خبرې کړې وې. هغه ویلي وو چې د نجیبالله د ژغورلو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې کافي نه وې او لا هم باور لري چې د هغه د وژل کېدو په اړه باید څېړنه شوې وای.
سوان په ۱۹۹۱ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د
بشري او اقتصادي مرستو د پروګرامونو د همغږۍ د دفتر د عمومي ادارې مسؤلیت هم ترلاسه کړ. نوموړي وروسته په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د مرستیال سرمنشي په توګه دنده ترسره کړه او له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۳ کال پورې یې د عراق د «نفت په بدل کې د خوړو» پروګرام مشري هم وکړه.
د سوان د افغانستان په اړه د فعالیتونو ارزونه بېلابېلې لیدلوري لري؛ خو ملګرو ملتونو هغه د افغانستان د جګړې د سیاسي حل، د جنیوا تړونونو د پلي کېدو او د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د خپل مهم استازي په توګه یاد کړی دی.

