سه شنبه, اکتوبر 6, 2026
Homeسیمهیاسمین انصاري: په پاکستان کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنې...

یاسمین انصاري: په پاکستان کې د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو غوښتنې ملاتړ کوم

د امریکا په استازو جرګه کې د اریونا د درېیمې حوزې استازې یاسمین انصاري وايي، په پاکستان کې زرګونه کسان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون د سیاسي بندیانو د خوشې کېدو لپاره لاریونونه کوي.

انصاري په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستاني الاصله امریکایانو له هغې ټولنې سره ولاړه ده چې په پاکستان کې د بشري حقونو، ازادو او عادلانه ټاکنو او د سوله‌ییزو اعتراضونو د حق غوښتنه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د عمران خان زرګونو پلویانو د هغه د خوشې کېدو د غوښتنې لپاره له خیبر پښتونخوا اسلام‌اباد ته لاریون پیل کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here