د امریکا د نیو مکسیکو ایالت یوې محکمې میټا شرکت ته حکم کړی چې ۵۶۷ میلیونه ډالر د ایالتي ځانګړي صندوق ته ورکړي، څو د هغو تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا د ستونزو د حل لپاره ولګول شي چې د میټا له ټولنیزو شبکو ګټه اخلي.
د محکمې دغه پرېکړه د میټا د فیسبوک او انسټاګرام په څېر ټولنیزو شبکو د اغېزو په تړاو شوې ده.
بل لور، میټا اعلان کړی چې د محکمې د دې پرېکړې پر ضد به اعتراض وکړي.

