چهارشنبه, اکتوبر 7, 2026
Homeسیمهایران د تېلو پخواني وزیر د خپلې استعفا په اړه د ټرمپ...

ایران د تېلو پخواني وزیر د خپلې استعفا په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

د ایران د تېلو پخواني وزیر محسن پاک‌نژاد د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې نوموړي د ایران د اقتصادي فشارونو او د جګړې له امله له خپلې دندې استعفا کړې ده.

پاک‌نژاد ویلي، استعفا یې د «شخصي دلایلو» له امله وه او د ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د ایران د تېلو تولید او صادرات، د امریکا د بندیزونو او فشارونو سربېره، دوام لري.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د پاک‌نژاد استعفا او د ایران لوړ انفلاسیون د دغه هېواد د اقتصاد د سخت فشار نښې دي او ویلي یې وو چې ایران «نه اقتصاد لري او نه تېل.»

پاک‌نژاد د یکشنبې په ورځ استعفا ورکړه او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ومنله. له هغه وروسته د ایران د ملي تېلو شرکت اجرائیوي مشر حمید بورد د تېلو وزارت سرپرست وټاکل شو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here