شنبه, فبروري 14, 2026
Homeافغانستانعباس ستانکزی:عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې...

عباس ستانکزی:عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، عصري زده کړې هم د دیني زده کړو په څېر مهمې دي او باید په دې برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

هغه ویلي، د پخوانیو نظامونو د ړنګېدو یو دلیل د مدرسې او ښوونځي ترمنځ واټن راوستل وو او اوس باید دا واټن ختم شي.

نوموړي تر دې وړاندې هم د زده کړو په برخه کې د طالبانو حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې؛ خو تر اوسه یې خبرو ته کوم ارزښت نه دی ورکړل شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here