د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د سعوي عربستان به سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي دي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې، په دغې لیدنه کې سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر اهمیت خبرې کړې دي.
قانع زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې البقمي د طالبانو له حکومت سره د اړیکو د لا پراختیا ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ګډو اسلامي او کلتوري ارزښتونو» پر بنسټ د همکارۍ پر دوام یې تاکید کړی دی.

