د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په بدخشان کې یې ۸ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یادې جبهې په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېره شپه د دوی د ډلې کسانو د بدخشان ولایت د ارګ او کشم په ولسوالیو کې په طالب سرتېرو بریدونه وکړل چې څلور طالب سرتېري یې وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

