سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeسیاستاحمد الشرع د سوریې له نوملړه د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي هېواد په...

احمد الشرع د سوریې له نوملړه د ترهګرۍ ملاتړ کوونکي هېواد په توګه ایستل تاریخي پرېکړه ده

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د امریکا له لوري د دغه هېواد د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو له نوملړه د سوریې ایستل تاریخي پرېکړه بللې ده.

الشرع پر «ایکس» ټولنیزه شبکه لیکلي چې د سوریې خلکو ته د دې پرېکړې له امله مبارکي وايي او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه یې د دې اقدام له امله مننه کړې ده.

نوموړي همداراز له ټولو هغو هېوادونو او کسانو مننه کړې چې د سوریې او خلکو تر څنګ یې ولاړ دي.

امریکا سوریه له ۱۹۷۹ کال راهیسې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامله کړې وه؛ خو واشنګټن د اګست پر ۲۴مه په رسمي ډول د سوریې نوم له دغه نوملړه حذف کړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here