د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې ایران هڅه کړې د هغه له دوو زامنو یو یې ووژني.
نتنیاهو دا خبره پرون دوشنبه له اسرائیلي «چنل ۱۴» سره په ټیلیفوني مرکه کې کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې کوم زوی یې هدف و، د پېښې وخت څه و او د ادعا شوي برید هڅه تر کومه حده رسېدلې وه.
نوموړي ویلي، د خپلو زامنو پر وړاندې د ایران دغه ګواښ ښيي چې د لوړپوړو سیاسي څېرو لپاره امنیتي ساتنه «سټایل نه، بلکې اړتیا» ده.
تر اوسه ایران د نتنیاهو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

