سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeسیاستپاکستان د امریکا او ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره...

پاکستان د امریکا او ایران د شخړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅې پیل کړې

پاکستان وايي، تهران ته د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د سفر په ترڅ کې د امریکا او ایران د روانې شخړې د کمولو، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې د زر پای ته رسولو پر لارو چارو له ایراني چارواکو سره خبرې شوې دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، عاصم منیر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په تهران کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي. دواړو لورو د سیمې د ثبات او د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل په اړه هم نظرونه شریک کړي دي.

د پاکستان پوځ وايي، د عاصم منیر دغه سفر د اسلام‌اباد د هغو ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده چې موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ ماتول، د سیمې د بې‌ثباتۍ پای ته رسول او د یوې دوامدارې سولې لپاره زمینه برابرول دي.

پاکستاني پلاوي د ایران د پارلمان له مشر محمدباقر قالیباف، د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي، د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مؤمني او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د ستر رهبر له استازي محسن رضايي سره هم خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې د هرمز تنګي پرانیستل مهمه موضوع وه؛ دغه تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد له تر ټولو مهمو سمندري لارو دی او د اوږدې مودې تړل کېدل یې د سیمې او نړیوال اقتصاد لپاره د پام وړ اغېزې لرلای شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here