پنجشنبه, نوومبر 13, 2025
Homeافغانستاند مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره؛امیرخان متقي د یو پلاوي...

د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره؛امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ روسیې ته روان شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې متقي به د روانې اکټوبر میاشتې پر څلورمه په همدې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل سیال سرګي لاوروف سره پر دوه اړخیزه مسایلو هم خبرې وکړي.

نوموړی داسې مهال سفر کوي چې څو ورځې وړاندې یې یوې روسیي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو چې د امریکا په پرتله یې روسیې سره اړیکې رغېدلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here