دوشنبه, جنوري 19, 2026
Homeافغانستاند طالبانو د خوست مرستیال والي؛ پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپئ

د طالبانو د خوست مرستیال والي؛ پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپئ

د طالبانو د خوست مرستیال والي خپلو امنیتي سرتېرو ته امر کړی چې پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپي.

نوموړي ځاځي میدان ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ویلي، هیچاته باید اجازه ورنکړل شي، چې د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه.

په دغه نښته کې څلور طالب سرتېري ټپیان شوي وه او پاکستاني ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here