د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د ایران په سراوان کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان کډوالو د وژلو راپورونه که رېښتیا شي؛ نو دا به د ایران لپاره ډېرې بدې پایلې ولري.
زلمي خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې مونږ باید د باوري څېړنو پایلو ته په تمه شو.
په ورته وخت کې بیا د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغانانو وژنه یو توجیه شوی عمل وباله او دفاع یې وکړه.
که څه هم د ایران په سراوان سیمه کې د ایراني ځواکونو له لوري د ۲۶۰ افغانانو وژلو په نړۍواله کچه توند غبرګونونه راپارولي؛ خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د دغې ګنګوسې په تړاو تحقیقات ترسره کوي.

