د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حنیف پشتین د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې په پکتیکا کې میشت د وزیرستان اوسیدونکو ته د مهاجر ویل سم کار نه دی.
ښاغلي پشتین ویلي په پښتونخوا کې افغانانو او په کابل کې وزیرستانیانو ته د مهاجر کلمه استعمالول د پېنډۍ او پنجاب ادبیات دي او هيڅوک دا حق نه لري چې له دوی هویت (افغانیت) واخلي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړي زیاته کړې چې وزیرستانیان په پکتیکا کې مهاجر نه بلکې د خپل افغان وطن پر سینه مېشت دي.

