د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د افغانستان لپاره د کاناډا له ځانګړي استازي ډیویډ سپراول سره کتلي.
ښاغلي سیاف حماسه میډیا ته ویلي، چې په دې لیدنه کې یې د نورو مسایلو ترڅنګ افغانستان کې د ټوله شموله حکومت جوړېدو په اړه خبرې کړې.
نوموړي ویلي، په لیدنه کې پر دې ټینګار شوی، چې طالبان باید د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو حقونه ورکړي.
حبیب الرحمان سیاف د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یو زندان ته ورته بللی او زیاته کړې یې ده چې هېواد باید له دغه وضعیت څخه را ووېستل شي.

