سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeافغانستانعبدالله سرحدي: ښځې که مدرسې ته هم ولاړې شي، سترګې یې څېري...

عبدالله سرحدي: ښځې که مدرسې ته هم ولاړې شي، سترګې یې څېري کیږي؛ باید له کور ونه وځي

د طالبانو د حکومت د جوزجان پخوانی والي او اوسنی لوړپوړی قوماندان عبدالله سرحدي وايي، ښځې باید له کوره بهر ونه وځي او ان مدرسو ته یې تګ هم مناسب نه دی.

سرحدي دا څرګندونې د بي‌بي‌سي په یوه ځانګړي مستند کې کړې دي. نوموړي ویلي، هغه نظر چې ځینې دیني عالمان یې وړاندې کوي، چې ښځې باید له کوره بهر ونه وځي، «ښه خبره» ده.

هغه ادعا کړې چې که ښځې ان مدرسو ته هم ولاړې شي، «بدلېږي، سترګې یې څېري کیږي» او بیا داسې خبرې کوي چې نارینه پرې حیرانېږي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي دا خبرې وروسته له هغې کړي چې په مستند کې یوې افغانې مېرمنې د خپل ستونزمن ژوند او له خپل مېړه د بېلتون غوښتنه ورته وړاندې کړه.

د سرحدي څرګندونې د طالبانو د حکومت د هغو محدودیتونو په لړ کې هم مطرح کېږي چې له مخې یې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او له کوره بهر پر فعالیتونو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

د نوموړي یادې څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې هم له تاسف او پراخو توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here