چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 983

فضلي:د افراطیت ذلیلې ډلې د دایکندي د پېښې عاملینې دي

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، د افراطیت ذلیلې ډلې د دایکندي د پېښې اصلي عاملینې دي.

نوموړي د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلي ورکړی.

هغه لیکلي:”په هیواد کې د روان مذهبي او قومي تفرقې عمده مسئولیت د افراطیت د اقلیم یا ایکوسیستم هغو عناصرو ته ور ګرځي چې د ښکیلاک شومې موخې تعقیبوي. د دایکندي غمیزه د همدې شومې پروسې یوه ستره تراژیدي ده، چې د افراطیت ذلیلې ډلې یې عاملینې دي.”

د یادونې ده چې داعش ډلې د دغه پېښې مسؤلیت منلی.

د مقاومت په نوم جبهه:د دایکندي پېښه یواځې د داعش کار نه بلکې طالبان هم همدا ډول کړنې کوي

د ملي مقاومت په نوم جبهې دایکندي کې د ۱۴ ملکي وګړو وژل غندلي دي.

دغې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو فکر یواځې د هزاره ګانو د وژلو لامل نه دی شوی، بلکې امارتي چتر د بشریت ضد جنایتونو لپاره د معافیت سیستم برابر کړی.

یادې جبهې زیاته کړې چې د داعش ډلې دا نه بخښونکی جنایت د ټولو افغانانو ټولنیز درد دی او دا یواځې د داعشو کار نه بلکې طالبان هم د داسې بدعت ښکار دي.

دغې جبهې همدا راز ویلي، چې د مقاومت جبهه هوډ لري چې له مذهبي توپیر پرته له ټولې ټولنې څخه دفاع وکړي او د افغانستان له خلکو غواړي چې د دغه ناوړه جنایت په وړاندې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او پیوستون غږ پورته کړي.

مجاهد:د دایکندي پر پېښه خواشیني یوو

د طالبانو حکومت د دایکندي پېښه غندلې او دا یې یو وحشیانه عمل بللی.

د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دوی د دغې پېښې د عاملینو د نیولو هڅې کوي.

هغه لیکلي: ” په داسې حال کې چې موږ د پیښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو، د هغه ترڅنګ د پیښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو.”

د یادونې ده چې د دغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

پر طالبانو نیوکې؛قانون یوازې پر نورو تطبیقوي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د نوي قانون پر اساس ګډه ناسته منع اعلان شوې، خو تازه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د روسیې د فرهنګ له وزیرې سره کتلي.

د طالبانو حکومت وایي، چې دې لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا هم خبرې شوي.

ورته مهال طالب چارواکو د مالیزیا پوهنې وزارت د ستراتيژیکو اړیکو له مشرې سره هم لیدلي.

نیوکه دا ده چې طالبان ځانونه له خپل قانون خلاص ګڼي؛ خو په نورو یې پلي کوي.

اتمر:د هېواد اوسني حاکمان دې د هېوادوالو امنیت ته جدي پام وکړي او ځواب‌ویونکي دې اوسي

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په دایکندي کې یو لوی زړه بوږنونکی جنایت ترسره شوی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا پېښه خورا ټکان‌ورکوونکې ده چې زمونږ د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې د کرکې لامل شوې ده.

هغه ویلي، چې بې ګناه قربانیان د خپلو زائر خپلوانو د لیدنې هرکلي په حال کې وو چې له بې رحمه ترهګرۍ او وینې تویونې سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ دا نه‌ بخښونکی جنایت په کلکو ټکو غندو او د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون د نړیوالو بنسټونو له خوا په قطعي ډول د بې طرفه څېړنې او محاکمې غوښتنه کوو.

اتمر دغه راز ویلي، چې د هېواد اوسني حاکمان باید د هېوادوالو د امنیت، حقونو او مذهبي ازادۍ د ټينګښت په برخه کې خپل مسوولیت په جدي ډول پر غاړه واخلي او ځواب‌ویونکي دې اوسي.

د دایکندي پېښې ته د لېوال غبرګون؛دا افغانان ولې ووژل شول او څوک شته چې دا ولې ځواب کړي؟

جمهوري حکومت کې د ایران لپاره د افغانستان سفیر دوکتور عبدالغفور لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانان لاهم د مذهبي جنون په زمانه کې اوسي.

هغه دایکندي کې د ۱۴ تنو هزاره هېوادوالو وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، عقیده چې هر وخت په لیونتوب واوړي، نو د دا ډول جنایتونو سبب کېږي.

لېوال د پوښتنې په ډول ویلي، چې دا افغانان ولې ووژل شول او څوک شته چې د ولې ځواب ووایي؟

د یادونې ده چې دغې پېښې د ګڼ شمېر نورو پخوانیو چارواکو په ګډون د زیاتو هېوادونو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

کرزی:په هزاره هېوادولو برید یو غیر اسلامي او تروریستي عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په دایکندي کې په هزاره هیوادوالو برید وحشیانه او د بشر ضد عمل ګڼلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د بې ګناه وګړو وژنه یو غیر اسلامي او تروریستي عمل دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا جنایت په کلکو ټکو غندي او شهیدانو ته جنت الفردوس او د بخښنې مراتب وړاندې کوي.

سراج الدین حقاني:دوښمنان زموږ له یووالي څخه ویره لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، دوښمنان د دوی له یووالي څخه وېره لري نو باید دوی هم له بدګمانۍ او شکونو ځانونه وساتي.

نوموړي کونړ کې طالب سرتېرو ته په یو سیمینار کې د بیت المال پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له اضافي لګښت باید ډډه وشي.

حقاني دغه راز ویلي چې دوی باید له ځان غوښتنې او منصب غوښتنې ډډه وکړي.

د یادونې ده چې سراج الدین حقاني سره دغه سیمینار کې د ګډون لپاره کونړ ته د امربالمعروف وزیر او نور چارواکي هم تللي دي.

معصوم ستانکزی:دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو وژنه د بشریت ضد جنایت دی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا بې رحمانه وژنه د بشریت ضد جنایت دی.

نوموړي ویلي، چې دغې پېښې عاملین باید د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او دعا یې کړې چې خدای دې زموږ ولس له ظلم او استبداد څخه وژغوري.

عبدالله:دایکندي کې د بې‌ګناه هېوادوالو وژلو خواشینی کړی یم

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې چې د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول وژلو خواشینی کړی یم.

ساغلي عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو دغه بې رحمانه وژنه په کلکه غندي.

نوموړي ویلي، چې د دې پېښې شهیدانو ته د جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.