سه شنبه, اگست 11, 2026
Homeاقتصادایران د سپټمبر تر پایه د ګازو ۹۵ میلیونه متر مکعب ورځنی...

ایران د سپټمبر تر پایه د ګازو ۹۵ میلیونه متر مکعب ورځنی تولید بېرته فعالوي

د ایران د نفتو وزیر محسن پاک‌نژاد وايي، هېواد یې پلان لري چې د سپټمبر تر پایه هره ورځ ۹۵ میلیونه متر مکعب طبیعي ګاز بېرته د تولید بهیر ته داخل کړي.

د ایران د نفتو وزیر په وینا، د انرژۍ پر هغو تاسیساتو د
اوښتو زیانونو د ترمیم چارې روانې دي چې د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې زیانمن شوي دي.

د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د انرژۍ پر مهمو تاسیساتو بریدونو د ایران د طبیعي ګاز د ورځې شاوخوا ۲۳۰ میلیونه متر مکعب تولیدي ظرفیت له منځه وړی دی.

ایران مخکې هم ویلي وو چې غواړي په راتلونکو میاشتو کې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه متر مکعب ورځنی له لاسه ورکړی تولیدي ظرفیت بېرته فعال کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here