د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي نن سه شنبه ایران ته تللی او د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره یې لیدلي دي.
نقوي په تېرو میاشتو کې څو ځله تهران ته سفر کړی او له ایراني چارواکو سره یې د اړیکو او سیمهییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له مهمو منځګړو هېوادونو بلل کېږي. د نقوي وروستی سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو د بیا پیل په اړه اټکلونه زیات شوي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم له بلومبرګ سره په وروستیو خبرو کې ویلي چې ایران او امریکا «یوه ډول تفاهم» ته نږدې شوي دي.

