د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني، پانوان سیمه کې د پاکستاني پوځ له خوا د لسګونو ملکي وګړو د کورونو د نړولو ویډیوګانې خپرې شوې دي.
په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې درانه ماشینونه د خلکو کورونه نړوي او له منځه یې وړي.
د راپورونو له مخې، په جیواني کې د خلکو د کورونو د نړولو لړۍ له دې وړاندې هم روانه وه او د بلوچستان په نوشکي، کېچ او ځینو نورو سیمو کې هم د ورته اقداماتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د کورونو د ویجاړېدو له امله ګڼې کورنۍ له مالي زیانونو سره مخ شوې دي.

