د سوریې یوې محکمې پخواني ولسمشر بشار الاسد ته د دغه هېواد د نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د ترسره شویو جرمونو په تړاو، په غیاب کې د اعدام سزا اورولې ده.
رویټرز وايي، محکمې الاسد د قصدي وژنو، شکنجې، خپلسري نیونو او د بشریت ضد جرمونو په تور مجرم بللی دی.
دا د بشارالاسد پر وړاندې لومړنی قضایي محکومیت دی.
نوموړی د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د یاغیانو له برید وروسته له واکه لېرې او له سوریې وتلی و او اوس په مسکو کې اوسیږي.
په همدې قضیه کې د الاسد د پخواني امنیتي چارواکي عاطف نجیب لپاره هم د اعدام حکم صادر شوی دی.
د اسوشیټېډ پرېس یو راپور وایي، د بشارالاسد کشر ورور ماهر الاسد هم په غیاب کې د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

