چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 95

د ایران د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند:امریکايي پوځیان له اډو تښتېدلي او پټ شوي دي خو زموږ له تعقیب نشي خلاصېدای

0

د ایران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند د تازه څرګندونو په دوام ویلي، چې د سیمې ټولې امریکايي اډې له منځه تللي او امریکايي قوماندانان او سرتېري تښتېدلي دي.

د نوموړي په وینا، دې سرتېرو اوس له خپلو اډو بهر په پټو ځایونو کې پناه اخیستې او ایراني ځواکونه د هغوی په لټه کې دي.

هغه په یو ویډویي پیغام کې ټینګار کړی، که د سیمې هېوادونه غواړي د ایران له احتمالي بریدونو خوندي پاتې شي، باید ژر تر ژره امریکايي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي او د هغوی پوځي اډې له منځه یوسي.

نوموړي ادعا کړې چې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور د امنیت د خرابېدو اصلي لامل دی او ټینګار یې کړی چې د هر هغه هېواد خاوره چې د امریکايي ځواکونو لپاره کارول کېږي، د ایران له نظره مشروع هدف بلل کېدای شي.

شاه محمود میاخیل:افغانستان د کاذب پراډوکس او خبیثه مثلث کې بند پاتې دی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخیل وایي، افغانان دا مهال د یو «کاذب پراډوکس» او درې‌ګوني فشار تر منځ راګیر دي، چې پکې طالبان، د ده په وینا «د منافقت جبهې» او د اسلام‌اباد اړوند پروژوي ناستې شاملې دي.

ښاغلي میاخیل ویلي، هغه پیغامونه چې د اختر په مناسبت او همدارنګه په کابل کې د معتادینو پر مرکز د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته خپاره شوي، داسې ښکاري لکه له یوې منبع لیکل شوي وي، خو په حقیقت کې د یوې سکې دوه مخونه دي چې د پاکستان نوم له یادولو ډډه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان د «خبیثه مثلث» په دریو ضلعو کې بند دی او نه شي کولی ځان د طالبانو، سیاسي منافقت او سیمه‌ییزو دسیسو څخه خلاص کړي.

د هغه په خبره، یو شمېر نور سیاسي لوبغاړي هم په «خیالي تحلیلونو» بوخت دي او فکر کوي چې نړیوال قدرتونه د دوی پر مشورو حرکت کوي.

میاخیل خبرداری ورکړی چې همدا وضعیت د افغانستان د سیاسي حل، مشروع نظام او نړیوال تعامل مخه نیولې او هېواد یې د تېرو پنځوسو کلونو تر ټولو سختې انزوا ته ټېل وهلی دی.

هغه زیاته کړې چې اوسنۍ انزوا د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له دورې هم بدتره ده.

اسماعیل بقایي:له امریکا سره د خبرو راپورونه ناسم دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې له امریکا سره د هر ډول مستقیمو خبرو راپورونه حقیقت نه لري.

بقایي په یوه مرکه کې ویلي، د امریکا له ډیپلوماسۍ سره د ایران پخوانۍ تجربه فاجعه‌باره وه او د اټومي خبرو پر مهال هم ایران څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلی و، چې دا د خبرو پر بهیر د بې‌باورۍ لامل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ایران دا مهال د خپلو پولو او ملي امنیت ساتنې ته لومړیتوب ورکوي او له واشنګټن سره د خبرو په اړه خپرېدونکې ادعاوې ناسمې دي.

د هغه په وینا، ځينو هېوادونو لکه پاکستان د منځګړیتوب وړاندیز کړی، خو وضعیت لا هم حساس او پېچلی بلل کېږي.

بقایي ټینګار کړی چې ایران به د ملګرو ملتونو د منشور له مخې د ځان دفاع ته دوام ورکړي.

ذبیح‌الله مجاهد:د جګړې د پیل او اوربند پرېکړه د مقابل لوري په لاس کې ده

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان او افغانستان د یو شمېر دیني علماوو د اوربند غوښتنې په اړه غبرګون ښودلی دی.

مجاهد ویلي، د جګړې پیل «اسلامي امارت» نه‌دی کړی او لومړني بریدونه د مقابل لوري له خوا شوي دي.

د هغه په وینا، د جګړې د بیا پیل، پای ته رسولو او د اوربند د غځولو په اړه وروستۍ پرېکړه هم د هماغه لوري په لاس کې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان او افغانستان یو شمېر علماوو په یوه لیک کې له دواړو هېوادونو غوښتي وو چې اوسنی اوربند دې تر لوی اختر پورې وغځول شي.

الجزیره:په اسراییل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییل د روغتیا وزارت وايي، له ایران او د لبنان له حزب‌الله سره د روانو نښتو پر مهال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، د امریکا او اسراییل له جګړې وروسته پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې ټولټال ۵۰۴۵ کسان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

چارواکي وايي، له دې شمېرې څخه ۱۲۰ کسان اوس هم په روغتونونو کې بستر دي او د ۱۲ کسانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی دی.

حامد کرزی:د نجونو پر زده‌کړو بندیز، افغانستان له نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کوي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم، د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده‌کړه د بندیز او د ښځو پر کار محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا وضعیت به هېواد له لا زیات ضعف او ناتوانۍ سره مخ کړي.

کرزي ویلي، د نجونو له تعلیمه محرومول نه یوازې د ټولنې بنسټونه زیانمنوي، بلکې د افغانستان د ثبات او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې یو جدي خنډ هم دی.

د هغه په وینا، د دې حالت دوام به داسې زیانونه واړوي چې جبران به یې ناشونی وي.

نوموړي ټینګار کړی چې د هېواد د پرمختګ، ځان بسیاینې او باعزته ژوند لپاره د ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو تعلیم حیاتي ارزښت لري او باید ورته برابر لاسرسی تضمین شي.

هغه پر حاکمو واکدارانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او فعال ګډون زمینه برابره شي.

کرزي همداراز د نوي تعلیمي کال د پیل هرکلی کړی او له زده‌کوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ایران؛اسراییل کې د الخضیره ښار د رابین برېښنا فابریکه وویشته

0

ایران په تازه بالستیک او ډورن ځانمرګ بریدګرو الوتکو، اسرائیل کې د برېښنا یوه فابریکه په نښه کړه.

د راپورونو له مخې، یو ایراني توغندی د اسرائیل لوېدیځ کې د الخضیره ښار د «رابین» برېښنا فابریکې ته لګېدلی، چې له امله یې په ځینو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.

د «اوروت رابین» برېښنا فابریکه په اسرائیل کې تر ټولو لویه د برېښنا تولیدي فابریکه ده، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د هېواد د برېښنا شاوخوا ۲۰٪ تر ۲۵٪ اړتیا پوره کوي.

استرالیا؛د ايراني ویزه لرونکو کسانو پر داخلېدو موقتي بنديز ولګاوه

0

استرالیا اعلان کړی چې په موقتي ډول به د هغو ايراني اتباعو د داخلېدو مخه ونيسي چې ویزه لري خو دا مهال له دغه هېواده بهر دي.

د استرالیا چارواکو ويلي، د دې پرېکړې اصلي لامل دا اندېښنه ده چې ښايي ځينې هغه کسان چې موقتي ویزې لري، د ایران د جګړې له امله د خپلې ویزې له پای ته رسېدو وروسته ونه شي کولای بېرته له استرالیا ووځي يا د وتلو اراده ونه لري.

چارواکو زياته کړې چې دا محدوديت موقتي دی او د سيمې د روان امنيتي حالت له امله لګول شوی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهان:افغانستان او پاکستان دې اوربند اعلان او د سولې هوکړه وکړي

د ملګرو ملتونو یو شمېر کارپوهانو له افغانستان او پاکستان غوښتي چې ژر تر ژره نوی اوربند اعلان کړي او د سولې هوکړې ته ورسېږي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالې د ملکي وګړو لپاره درنې پایلې لرلې دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۸۹ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او تر ۱۱۵ زرو زیات خلک بې‌ځایه شوي دي.

کارپوهانو ویلي چې د جګړې له امله ملکي تاسیساتو ته زیان رسېدلی، ښوونځي تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخته اغېزمنه شوې ده.

همدارنګه د ملګرو ملتونو کارپوهانو د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان هغه هوايي برید هم غندلی چې د روږدو کسانو د درملنې مرکز په کې په نښه شوی و او ګڼو کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

د رویټرز او ایپسوس نظرپوښتنه:د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کچه ۳۶ سلنې ته راکمه شوې

0

د رویټرز او ایپسوس وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ کچه نوره هم راټیټه شوې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په تازه څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې یوازې ۳۶ سلنه امریکایانو ویلي چې دوی د ټرمپ د کار ملاتړ کوي، حال دا چې تېرې اونۍ دا کچه ۴۰ سلنه وه.

دا د ټرمپ لپاره تر ټولو ټيټه کچه بلل شوې ده، له هغه وخته چې هغه بېرته سپینې ماڼۍ ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې، د خلکو د ملاتړ د کمېدو اصلي لاملونه د سون توکو د بیو چټک لوړېدل او د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات ګڼل شوي دي.

همدارنګه نظرپوښتنه ښيي چې د ژوند د لګښتونو په برخه کې د ټرمپ ملاتړ لا کم شوی، او یوازې لږ شمېر امریکایان د هغه د اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي.