یو شمېر ورزشي رسنۍ وایي، اې پي اېل یا د افغانستان پریمیر لیګ کرکټ سیالۍ د روان ۲۰۲۶ز کال په دېسمبر میاشت کې ترسره کیږي.
راپورونه ښیي چې سیالۍ د دېسمبر په ۲۷مه د پنځو لوبډلو، کابل، ننګرهار، پکتیا، بلخ او کندهار ترمنځ پیلیږي.
خو تراوسه د افغانستان کرکټ بورډ او اړوند رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پریمیر لیګ لومړی پړاو په ۲۰۱۸ز کال کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی و، له همدې کال راهیسې تراوسه افغان کرکټ بورډ په دې نه دی توانېدلی چې دویم پړاو سیالۍ یې ترسره کړي.

