قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادراتو په وروستیو اتو میاشتو کې د پام وړ وده کړې او د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۵۸ سلنه زیات شوي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، افغانستان د دغه هېواد د کرنیزو محصولاتو له مهمو بازارونو څخه پاتې شوی او د تقاضا زیاتوالي د صادراتو کچه له ۱.۳ میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته لوړه کړې ده.
د راپور له مخې، د مرکزي اسیا نورو هېوادونو لکه ازبکستان، قرغیزستان او ترکمنستان ته هم د قزاقستان د کرنیزو توکو صادرات زیات شوي دي.
قزاقستاني چارواکي وایي، د جنوبي ترانزیټي لارو دوامداره فعالیت او په سیمه کې د خوراکي توکو لوړه اړتیا د صادراتو او بار وړلو د انتقالاتو د پراخېدو مهم لاملونه دي.

