دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 928

هرات کې؛طالبانو د یو شمېر وسلو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ځواکونو یې په هرات کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.

هغه د وسلو د نیولو څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ګارډین ورځپانه:هند د طالبانو دیپلومات په منلو غور کوي

د هند ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې د دغه هېواد چارواکي د طالبانو حکومت پر هغې پرېکړې غور کوي، چې له مخې یې ممبي کې د طالبانو دیپلومات ومني.

سرچینې ویلي، د کابل له لوري اکرام الدین کامل ممبي کې د جنرل قونسل په توګه ور پېژندل شوی.

یادې رسنۍ ویلي، هند دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي په موخه کوي.

رویټرز:اسرائیلو په فلسطین کې ۴۰ تنه وژلي

0

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسرائیلو د فلسطین په جبالیا کمپ کې ۴۰ تنه وژلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي.

بل لورته د فلسطین د بشري حقونو یو مرکز ویلي، چې د اسرائیل له لوري پر یو ساختمان د برید له کبله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

اوچا:افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان‌‌من شوی.

یادې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په COP29 غونډه کې باید بیړني اقدامات وشي، تر څو هغه ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي چې له شدیدې تودوخې، د اوبو کموالي او وچکالۍ سره مخ دي.

د یادونې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیانمن شوی دی.

افغان کرېکټ لوبډله؛نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي لري

0

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي کوي.

دا پنځوس اوریزه سیالي د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیلېږي.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د سیریز یوه یوه سیالۍ ګټلې ده.

افغان لوبډله د دغو سیالیو کوربه توب کوي.

جک سالیوان:جوبایډن له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي

0

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي، جوبایډن له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي، دواړو لوریو په کورني او بهرني سیاست هم خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، بایډن د منځنۍ اسیا، اروپا، اسیا او نورو مسایلو په اړه هم ټرمپ سره خپل نظریات شریک کړي.

په پام کې ده چې راتلونکو دوو میاشتو کې جوبایډن واک ډونالډ ټرمپ ته تسلیم کړي.

ټرمپ پوتین ته:د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړې

0

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسیي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلفوني خبرو کې له هغه غوښتنه کړې، چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.

د واشنګټن پوسټ د راپور پر اساس، ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې د اوکراین جګړې د ختم په اړه ژر تر ژره له پوتین سره یو وار بیا خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په خپله لومړۍ وینا کې هم ویلي وو، چې د جګړې پلوی نه دی.

د ایران په سراوان کې؛نامعلومه وسله والو پنځه ایراني عسکر وژلي

0

تسنیم خبري اژانس وايي، چې د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې پنځه ایراني عسکر وژل شوي.

بل لورته د سپاپاسداران ځواکونو اعلان کړی، چې سیمې ته یې د پېښې د څېړلو لپاره ځواکونه استولي.

لاهم د یاد برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ایراني حکومت دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په راسک ولسوالي کې پر ایراني ځواکونو بریدونه شوي وو.

اصولي:له افغاني غرور ډک شخصیتونه له پنجاب سره مینه نشي کولی

د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي ویلي، له افغاني غرور څخه ډک شخصیتونه هیڅ وخت له پنجاب سره مینه نه شي کولای.

ښاغلي اصولي په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، که د پنجاب استخدام شوي کسان په راتلونکي کې د ملک، معلم، ملا، مدرسې او پوهنتون تر چتر لاندې پټ هم شي د ولس ورڅخه کرکه ده.

نوموړي زیاته کړې، ولس که هیڅ نه شي ویلي؛ خو هر څه ویني او د ښو او بدو په توپیر پوهېږي.

اتمر:د پاکستان خلک دې له خپل حکومت څخه د ناامنیو ځواب وغواړي

د جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي، د پاکستان خلک باید له خپل حکومت ځواب وغواړي او د دوی دا پلمه ختمه کړي، چې هلته د کېدوونکو بریدونو پړه په بهرنیو هېوادونو او کړیو ور اچوي.

اتمر په کوېټه کې شوی برید غندلی او دغه کار یې یو جنایت بللی دی.

د اتمر په وینا، د پاکستان پوځ ترهګري د ستراتيژۍ په توګه کارولې او له دې لارې یې اقتصادي ګټه کړې ده.