پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 907

د طالبانو حکومت ستره محکمه:تېر یو کال کې مو د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۳۷۳ قضیې حل او فصل کړي

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په تېر یو کال کې یې د ښځو یو زر او ۳۷۳ د شرعي حقونو قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی نن د خپلو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په همدې موده کې یې د نشه‌یي توکو اته زره او پنځه سوه قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی دغه راز ویلي چې په تېر یو کال کې یې دوه زره او ۳۰۴ تنه له زندان ازاد او د ۱ زر او ۹۲۰ زندانیانو د بند موده یې کمه کړې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

په پام کې ده چې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته وکړي.

په دغه ناسته کې به د یوناما مشره روزا اتونبایوا د افغانستان پر اوسني وضعیت خبرې وکړي.

ناسته د کابل پر وخت ۶:۳۰ پیلیږي.

بل لورته تېره ورځ د طالبانو حکومت غوښتنه کړې چې په دغه ناسته کې باید د افغانستان واقعیتونه منعکس شي.

ننګرهار کې؛یو تن خپله خور په ډزو وژلې

جلال اباد کې یوه خور د خپل ورور له لوري وژل شوې ده.

یاده پېښه د جلال اباد ښار اولې ناحیې اړوند سیدآغا کوڅې سیمه کې رامنځته شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کس خپله خور د تومانچې په ډزو وژلې ده.

د قاتل د هویت په اړه زیات څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل شوي چې نوموړی د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د یاد قتل انګېزه کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی.

مسؤلو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټرمپ:که ټاکنو کې بریالی شوم، د درېیمې نړۍوالې جګړې مخه نېولی شم

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، چې یوازې دی د درېیمې نړیوالې جګړې مخه نېولی شي.

الجزیرې په یو راپور کې د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي، چې نړۍ اوس د درېیمې جګړې په څنډه کې ده.

ټرمپ دغه راز زیاته کړې، چې یو وار بیا د برید هڅه پرې وشوه؛ خو وژغورل شو.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ډونالډټرمپ، ولسمشر جوبایډن تورن کړی و چې نړۍ یې د درېیمې نړۍوالې جګړې خواته روانه کړې ده.

نیکولسن:افغانستان کې د نجونو او ښځو وضعیت خورا سخت دی

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي، چې افغان نجونې او ښځې د جنسیتي تبیعض له کبله سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه د اروپا پارلمان کې ویلي، چې افغانستان کې وضعیت خورا سخت شوی.

نیکولسن ویلي، دوی له دغه وضعیت څخه د افغانانو د راوتلو لپاره هڅه کوي او پرته له دې چې طالبان په رسمیت وپېژني؛ افغانانو سره به بشري مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

د نیکولسن په خبره، له افغانو نجونو او ښځو سره مرستې د دوی لومړیتوب دی.

سي‌ان‌ان:پر حزب الله ډلې برید د موساد او اسرائیلي ځواکونو له لوري ترسره شوی

0

سي ان ان د لبنان پر حزب الله ډلې شوي برید په اړه لیکلي، چې دغه برید د موساد او اسرائیلي ځواکونو له لوري شوی.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته د ګلډ اپولو په نوم یو شرکت خبر ورکړی چې پر حزب الله ډلې چاودلې مخابرې د اروپا د BAC شرکت لوري تولید شوې وې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا مخابرې AR-924 ماډل وې.

د یادونې ده چې دغه برید کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان ټپیان او تر لسو نور وژل شوي دي.

سرچینې:طالبانو کندهار کې د شېخ زاید رح روزنتون تړلی

باوري سرچینو حماسه میډیا ته ويلي، چې طالبانو په کندهار کې د شیخ زاید رح روزنتون تړلی دی.

یاد روزنتون کې ۱۵۰۰ زدکوونکي وو چې مناسبه لیلیه او نورې اسانتیاوې یې هم درلودې.

سرچینې د دغه کار علت د طالب چارواکو له لوري هغه دلیل ښودلی، چې ګواکې په دغه ځای کې د دوی د ایډیالوژي خلاف خلک روزل کېږي او بدعت او کفریات پکې کېدل.

تر اوسه د شیخ زاید رح روزنتون مسؤلینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو شورا:د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز ټول افغانان اغېزمن کړي

د بشري حقونو شورا وايي، طالبان د ښځو په زده کړو د بندیز له کبله د ښځو پر حقونو تېری کوي او په دې کار سره افغانستان ته لوی زیان رسوي.

دوی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د نجونو په زده کړو بندیز د ټولو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی او د افغانستان لپاره هم په اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې ناوړه پایلې لري.

یادې شورا یو وار بیا په نړیوالو نیوکه کړې چې په دې برخه کې یې اغېزناک ګامونه نه دي پورته کړي.

د دوی په خبره، د طالبانو له لوري د جنستیي تبیعض له کبله نږدې یو نیم میلیون نجونې له زده کړو بې برخې دي.

د یادونې ده، چې تر درې کالو زیاته موده وشوه، چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو منع شوې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت؛د دغه هېواد ملي سرود ته د طالب سر قونسل نه درېدل په کلکو ټکو غندلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد ملي سرود ته پېښور کې د افغانستان قونسلۍ د سر قونسل نه درېدل غندلي او دا یې یوه غیر دیپلوماتیکه کړنه ګڼلې ده.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرابلوڅ ویلي، چې په دې اړه یې اسلام اباد او کابل کې طالب چارواکو ته خپل جدي اعتراض وړاندې کړی.

بل لورته پېښور کې افغان قونسلګري وایي، چې سر قونسل محب الله شاکر په ملي سرود کې د موسیقي له کبله نه دی درېدلی.

د دوی په خبره، د شاکر هدف هیڅ وخت د پاکستان سپکاوی نه دی.

میلر:چمتو نه یوو چې کانګرس ته له افغانستان څخه د وتلو په اړه ځواب ووایو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتیو میلر ویلي، چمتو نه دي چې له افغانستانه د وتلو په اړه کانګرس ته ځواب ووايي.

نوموړي ویلي، انتوني بلنکین ۱۴ ځلې د بهرنیو اړیکو کمیټې ته حاضر شوی او یو ځل یې په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه جوړې شوې غونډې ته هم ځوابونه ویلي؛ خو نه پوهېږي چې کانګرس بیا ولې پر دغې موضوع بحث کول غواړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې بلنکین په دې اړه احضار کړی وو.