دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 906

د طالبانو حکومت؛له روسیې څخه د هوایي دفاع او هوایي حریم د کنټرول وسایل پېري

د طالبانو حکومت وایي، غواړي پر هوایي حریم د کنټرول او هوایي دفاعي تجهیزات له روسیې وپیري.

د طالبانو د دفاع وزارت لوجیستیک برخې رئیس عبدالبصیر صابري ټاس خبري اژانس ته ویلي چې دوی د دفاع په برخه کې په کافي اندازه ځمکني توکي لري.

نوموړي د مسکو او کابل ترمنځ همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې روسیه او افغانستان باید د یو بل ملاتړ وکړي.

هغه دغه راز ویلي، افغانستان کې هیڅ امریکایي سرتېری نشته او له امریکا راپاتې وسلې د هېواد د امنیت ټینګښت لپاره کاروي.

د طالبانو پوهنې وزارت؛د نوي قانون په اړه د یوناما اندېښنې بې ځایه بللي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت چارواکو د نوي قانون په اړه د یوناما اندېښنې بې‌ځایه وبللې.

دوی یوناما خپله دوښمنه بللې.

د پوهنې.وزارت چارواکو د نوي قانون په اړه تبلیغات د دوښمن کار بللی.

یاد وزارت ویلي چې نوی قانون د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف نوی قانون له ګڼ شمېر غبرګونونو سره مخ شوی دی.

کندهار کې؛له کروندګرو او مالدرانو غوښتل شوي چې زکات او عشر دې طالب مسوولینو ته وسپاري

د طالبانو حکومت د یو مکتوب په صادرولو سره په کندهار کې له مالدرانو او کروندګرو غوښتي چې زکات او عشر دوی ته ورکړي.

دغه مکتوب چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، په کې راغلي، چې هیڅوک نشي کولای ذکات او عشر له مسوولینو پرته بل چاته ورکړي.

مکتوب کې راغلي، عشر او ذکات باید د رسمي پارچې ترلاسه کولو پر اساس ورکړل شي، ترڅو یې بیا مسوولین خپلو اړمنو ته ورسوي.

حامد کرزی:ترکیه او افغانستان یو له بل سره تاریخي اړیکې لري

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، ترکیه او افغانستان یو له بل سره تاریخي اړیکې لري.

هغه د ترکیې سفارت له مېلمستیا د مننې ترڅنګ ویلي، ترکیې له افغانستان سره ګڼې مرستې کړي او دغه راز یې افغان ځوانانو ته تحصیلي زمینې برابرې کړې، چې د مننې وړ دي.

بل لورته د ترکیې سفارت هم په دې اړه خوښي ښودلې.

جیو نیوز:اکسفورډ پوهنتون کې د یو لړ ایمیلونو له لارې، عمران خان د طالبانو په ملاتړ تورن شوی

0

له طالبانو د عمران خان ملاتړ د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د هغه د نامزادۍ په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

عمران خان ځان د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته نوماند کړی و؛ خو جیو نیوز د باوري سرچینو په حواله ویلي، چې دغه ریاست د عمران خان په اړه داسې ایمیلونه تر لاسه کړي چې عمران خان د طالبانو ملاتړ کوو.

اکسفورډ ته رسېدلي معلومات ښیي چې عمران خان افراطي فکر لري او پاکستان کې یې د طالبانو د دفتر د ورکړې اجازه اخیستله.

پیغامونو کې له اکسفورډ پوهنتون غوښتل شوي چې د عمران خان اسناد دقیق ډول وڅېړي.

ټي ټي پي:میر علي بازار زمونږ په لاس کې دی

0

د تحریک طالبان پاکستان ډلې ادعا کړې چې د وزیرستان مشهوره سیمه میرعلي بازار د دوی په لاس کې دی.

یادې ډلې ویلي، تېره شپه یې هم د پاکستاني پوځیانو دوه غټې او پنځه وړې پوستې نیولې دي.

د یادې ډلې په خبره، له دغو پوستو څخه د پاکستان پوځیان تښتېدلي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوچستان کې له سختو جګړو وروسته؛د پاکستان لومړی وزیر دغه ایالت ته تللی

0

بلوچستان کې له سختو بریدونو وروسته؛ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف کوېټې ته تللی دی.

هغه به په دغه یو ورځني سفر کې د بلوچستان وضعیت و ارزوي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې بلوڅ ازادي غوښتونکو په دغه ایالت کې د هیروف عملیاتو پر مهال ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان ووژل.

د ټلګرام بنسټګر؛د پنځه میلیونه ډالرو په ضمانت خوشې شو

0

د ټلګرام بنسټګر پاول دوروف د پنځه میلیونه ډالرو ضمانت په بدل کې خوشې شوی دی.

هغه څو ورځې وړاندې د فرانسې حکومت نیولی وو.

پر نوموړي تور دی، چې د نشه‌يي توکو قاچاق او ځینې نور جرمونه یې ترسره کول.

ویل کېږي، چې پاول دوروف له فرانسې ممنوع الخروج اعلان شوی دی.

ملا برادر؛د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري ازبیکستان هېواد ته په رسمي سفر ولاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبیکستان ترمذ سرحدي ښار ته په رسمي سفر ولاړ.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ازبیکستان په بلنه د ملا برادر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن دغه هېواد ته ولاړ.

اعلامیه کې ویل شوي، چې نن پنجشنبې به په دغه ښار کې «د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، د ازبیکستان د لومړي وزیر، د آذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال او همدا راز د قزاقستان او قرغیزستان د لوړو پوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل کېږي.

غزه کې؛د یو خبریال په ګډون ۳۴ کسان وژل شوي

0

اسرائیلي ځواکونو د غزې په بېلابېلو برخو کې ۳۴ فلسطینیان وژلي دي.

د غزې روغتیایي چارواکي وایي، چې په وژل شویو کسانو کې یو یې فلسطیني خبریال دی.

بل لورته حماس اعلان کړی، چې د خبریال محمد عابد ربو په وژل کېدو سره غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۷۲ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو له اروپایي ټولنې غوښتي وو چې اسرائیل خبریالان وژني او باید مرستې ورسره بندې شي.