یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 9

صدیق اتل: زموږ دنده کرکټ کول دي، دا باید ونه وایو چې یوازي وطن لپاره لوبیږم او کورنیو لوبو کې ګډون نکوم

افغان ملي لوبغاړي صدیق اتل کورني کرکټ سیالۍ د لوبغاړو لپاره مهمې او با ارزښته بللي.

نوموړی زیاتوي: “موږ باید خپل کرکټ په خپله پرمختللی او ښه کړو، ملي لوبغاړي کورنیو لوبو کې په لوبیدنه باید په ملت او مینوال احسان بار نکړي، ټول له همدې کورنیو سیالیو نړیوالو لوبو ته رسیدلي”

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛د لوی اختر په مناسبت پنځه ورځې رخصت اعلان کړ

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت په ټول هېواد کې پنځه ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې رخصتي به د راتلونکې اوونۍ د سه شنبې ورځې څخه، چې د عرفې له ورځې سره برابره ده، پیل شي او د اختر تر څلورمې ورځې پورې به دوام وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، د سه شنبې له ورځې تر یکشنبې پورې به ټولې دولتي او خصوصي ادارې رخصت وي او رسمي چارې به بېرته «د غبرګولي میاشت په لسمه نېټه د یکشنبې په ورځ» پیل شي.

ایرنا:د امریکا له توقیف وروسته ۲۰ ایراني او ۱۱ پاکستاني بېړۍ‌چلوونکي ازاد شول

ایراني بېړۍ‌چلوونکي چې تېره اوونۍ د سنګاپور ساحل ته نږدې د امریکایي ځواکونو له‌خوا د یوې بېړۍ تر نیول کېدو وروسته پاکستان ته لېږدول شوي وو، نن بېرته تهران ته ستانه شول.

د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس د اسلام‌اباد له قوله راپور ورکړی چې ۲۰ ایراني عملې د ایران په یوې مسافر وړونکې الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه تهران ته روانه شوه.

د راپورونو له مخې، د دغو ایراني بېړۍ‌چلوونکو او ۱۱ پاکستاني عملې خوشې کېدل د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د پاکستان او سنګاپور د چارواکو ترمنځ له پراخو ډیپلوماتیکو هڅو وروسته ممکن شول.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مخکې اعلان کړی و چې هغه ایراني او پاکستاني عمله چې د امریکا له لوري د بېړۍ تر نیول کېدو وروسته د سنګاپور په اوبو کې پاتې شوې وه، د بېرته ستنولو پروسه یې بریالۍ شوې ده.

د هغه په وینا، دغه کسان لومړی له تایلنډه اسلام‌اباد ته انتقال شول او وروسته خپل هېوادونو ته واستول شول.

ملا عبدالغني برادر؛د حیرتان، مزارشریف اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه پرانیسته

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بلخ ولایت کې د حیرتان، مزارشریف اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د بیاځلې فعالېدو پرانیسته وکړه.

په دې مراسمو کې هغه د ټولګټو وزارت هڅې ستایلي او له ازبکستان سره یې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو قدرداني کړې.

برادر زیاته کړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د پخوا په پرتله لا پیاوړې شوې دي او د پراختیا په حال کې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د دې پټلۍ پنځمه برخه۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري، ۳۰ کیلومتره فرعي کرښې لري، ۵ سټېشنونه پکې شامل دي او د ۵۰ واګونونو د تخلیې ظرفیت لري

د خبرپاڼې له مخې ، د دې برخې بیا فعالېدل به د سوداګریزو توکو د انتقال بهیر چټک کړي، د ترانسپورتي لګښتونو په کمولو کې به مرسته وکړي او د افغانستان اقتصادي بهیر ته به نوی تحرک ورکړي.

همدارنګه تمه کېږي چې دا پروژه به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم نور هم لوړ کړي او د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

هاردیک پانډیا؛ د ډسپلین کوډ ماتولو له امله جریمه شوی

هندی لوبغاړی هاردیک پانډیا تیره شپه د ممبي او کلکتې تر منځ لوبه کې د لوبې د فیس لس سلنه ځکه جریمه شوی چې د بالینګ پر مهال یې ویکټې په قصدې ډول په لاس وهلې.

د طالبانو حکومت:له دې وروسته به د حیرتان بندر په ۲۴ ساعته ډول وارداتي او صادراتي خدمات وړاندې کوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بلخ ولایت حیرتان بندر ته د سفر پر مهال اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې په دغه ستر سوداګریز بندر کې دې ۲۴ ساعته خدمات فعال او شته ستونزې ژر تر ژره هوارې شي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سفر پر مهال د مالیې، صنعت او سوداګرۍ، بهرنیو چارو، ترانسپورټ، ټولګټو، خوړو او درملو، نفت او ګازو او نورو امارتي ادارو د فعالیتونو او موجوده خنډونو ارزونه وشوه او د حل لپاره لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا رنګه، ویل شوي د پرېکړو له مخې به په حیرتان بندر کې د امارتي ادارو تشکیل زیاتېږي، لوی معیاري پارکینګونه، اداري ودانۍ، د تخلیې او بارګیرۍ مرکزونه، پرمختللي لابراتوارونه، سړې خونې او معیاري سړکونه جوړېږي.

همداراز به د اوسپنې پټلۍ پراختیا، ډیجیټلي تلې او د قاچاق د مخنیوي لپاره سیار سکنرونه هم نصب شي.

راپور زیاتوي، د دغو اقداماتو په عملي کېدو سره به په حیرتان بندر کې وارداتي او صادراتي چارې له ځنډ پرته په ۲۴ ساعته ډول ترسره شي، چې ورسره به د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه او د هېواد اقتصادي فعالیتونه پیاوړي شي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت:ازبکستان افغانستان ته ۲۰ صنعتي فابریکې لېږدوي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان او ازبکستان د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره د ګډو پانګونو او د فابریکو د انتقال پر مهمو طرحو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت په وینا، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د سپکو صنعتونو د پراختیا ادارې رئیس ناظم‌جان خالمرادوف ترمنځ په ترسره شوې دوه‌اړخیزه غونډه کې د پنبې معیاري کر، د تار تولید، د چرم او کشمېرې د پروسس فابریکو انتقال، د چرمي بوټانو او ټوکرانو تولید او افغانستان ته د شاوخوا ۲۰ صنعتي فابریکو د لېږد پر موضوعاتو بحث وشو.

دواړو لورو همداراز د ترمذ په ګډ بازار کې د سپکو صنعتونو نړیوال نندارتون، په افغانستان کې د ګډې پانګونې له لارې د تار تولید او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د طالبانو حکومت زیاتوي، د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره د دواړو خواوو تخنیکي او ارتباطي ټیمونه هم ټاکل شوي دي.

له خپل هویت او تابعیت څخه تېښته؛پاکستاني لوبغاړي محمد عامر د بریتانیا تابعيت واخیست

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ ‌اچوونکي محمد عامر په رسمي ډول د برېتانیې تابعیت (رسمي اسناد) ترلاسه کړي دي.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې غواړي د هند غوره لیګ (IPL) کې ولوبېږي؛ خو د پاکستان تابعیت لرونکي لوبغاړي په دغه لیګ کې د ګډون اجازه نه لري ځکه عامر د برېتانیا تابعیت غوره کړی دی.

محمد عامر ویلي، هغه ارمان چې د هند غوره لیګ په اړه یې درلود، اوس به یې د پوره کېدو فرصت ومومي.

نوموړی د پاکستان د هغې لوبډلې غړی و چې د ۲۰۰۹ کال شل اوریز نړیوال جام او د ۲۰۱۷ کال چمپینز ټرافۍ یې ګټلې وه.

حج او اوقافو وزارت:د حج فریضې د ادا کولو لپاره ۳۰ زره افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي دي

د طالبانو حکومت د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې سږ کال د حج د فریضې د ادا کولو لپاره شاوخوا ۳۰ زره افغانان سعودي عربستان ته رسېدلي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه افغانان د ۹۷ الوتنو په وسیله مدینې منورې او مکې مکرمې ته انتقال شوي او اوس نږدې ټول په مکه مکرمه کې ځای پر ځای شوي دي.

وزارت ویلي افغان حاجیانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازم تدابیر نیول شوي او د لارښوونې، روغتیايي خدمتونو او نورو اسانتیاوو زمینه برابره شوې څو افغانان وکولای شي د حج مراسم په ارام او له ستونزو پرته ترسره کړي.

سټیفن میلر:ایران دې یا د امریکا شرطونه ومني او یا دې د سخت پوځي غبرګون لپاره چمتو شي

د سپینې ماڼۍ لوړپوړي سلاکار سټيفن ميلر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې «د ایران پاتې حکومت باید د هغه سند له منلو چې د امریکا لپاره د قناعت وړ وي او یا د امریکا د پوځ له خوا له داسې سزا سره مخ کېدو چې د معاصر تاریخ بې‌سارې بېلګه به وي» څخه یو انتخاب وکړي.

میلر په دې ټلویزیوني مرکه کې د ایران پر ضد د امریکا پوځي عملیات یو بشپړ او ماتوونکی نظامي شکست بللی او ویلي چې دا د ایران له لوري د اټومي وسلې د ترلاسه کولو د خوب پایله وه.

هغه زیاته کړه چې ډونالډ ټرمپ د اټومي وسلو د نه خپرېدو اصل د امریکا د ښکاره ځواک په کارولو سره عملي کړی او دا یوازې ایران، سپاه پاسداران او د هغه حکومت ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته یو پیغام دی؛ هر هغه چا ته چې ورته اقدام په فکر کې ولري.

میلر ادعا کړې چې امریکا د ایران «شرور، فاسد او بد» مشرتابه له منځه وړی، د هغوی هوايي او سمندري ځواکونه، د توغندیو پروګرام او د دفاعي صنعت بنسټونه یې ویجاړ کړي دي.

د هغه په وینا، ایران اوس په داسې کمزوري حالت کې دی چې نور د نړیوالې جګړې د رامنځته کولو توان نه لري.

د سپینې ماڼۍ سلاکار همداراز ویلي چې د ایران حکومت اوس د خپل تاریخ په تر ټولو کمزوري وضعیت کې قرار لري.