چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 890

له زدکړو سره د طالبانو دوښمني؛هرات کې یې نجونې کورسونو ته له ورتګ منع کړې

طالبانو هرات کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له کورسونو منع کړې.

دوی په یو فرمان کې ټولو ښوونیزو مرکزونو ته ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې نورې ور ونه غواړي.

دغه فرمان کې په جدي توګه د دغه بنديز د عملي کولو غوښتنه شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې طالبانو د نجونو پر مخ ښوونځي، پوهنتونونه، طبي انستیتوتونه او دا ځل ورباندې ښوونیز مرکزونه هم وتړل شول.

د مقاومت په نوم جبهه:تېره یوه میاشت کې مو ۴۲ طالبان وژلي

په داسې حال کې چې طالبان امنیت خپله لاسته راوړنه بولي، تازه د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې تېره یوه میاشت کې یې ۴۲ طالبان وژلي.

دوی ویلي، چې تېره یوه میاشت د هېواد اتو ولایتونو کې پر طالبانو ۲۵ بریدونه کړي، چې ۴۲ یې وژلي او ۲۹ نور یې ټپیان کړي دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه په کابل، هرات، بادغیس، فراه، بدخشان، پروان، کاپیسا او کندوز ولایتونو کې شوي.

غزه؛د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۵۸ تنه وژل شوي

0

اسرائیل پر غزې تازه بریدونه کړي، چې ۵۸ کسان یې وژلي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دغو بریدونو کې ۸۶ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، لاهم یو شمېر کسان تر خاورو لاندې دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي، چې تېره ورځ د اسرائیل دفاع وزیر ویلي وو، چې دوی به د حماس مشران او دغه ډله له منځه وړي.

پوتین؛له بشارالاسد سره ګوري

0

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین سکرتر یوري اوشاکوف وایي، پوتین غواړي د سوریې له پخواني ولسمشر بشارالاسد سره وګوري.

نوموړي د دغې لیدنې نېټه نه ده په ډاګه کړې؛ خو زیاتوي چې دا لیدنه به نږدې وخت کې ترسره شي.

تر دې وړاندې پوتین ویلي وو چې له بشارالاسد سره د لیدلو هوډ لري.

د یادونې ده چې د دمشق تر سقوط وروسته بشارالاسد مسکو ته ولاړ.

اوکرایني چارواکي:د روسیې کازان کې د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ساتنځای کې اور لګېدلی

0

اوکرایني چارواکي وایي، چې د روسیې په کازان کې د ایراني بې‌پیلوټه الوتکو په ساتنځای کې اور لګېدلی.

دوی ویلي، په دغه ځای کې ۱۳۶ الوتکې وې.

نیوزویک د سرچینو په حواله ویلي چې د دغو الوتکو ارزښت ۱۶ میلیونو ډالرو ته رسېده.

روسیې چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورف جرمي ډلې؛د هایتي په سیته سولیل کې ۲۰۷ کسان وژلي

0

ورف جرمي وسله والې ډلې د هایتي ښار په ساحلي ګاونډ سیته سولیل کې لږ تر لږه ۲۰۷ کسان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر د راپور پر اساس، دا کسان له یوې اوونۍ په کمه موده کې وژل شوي، چې ۷۳ یې ښځې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا بریدونه د یادې ډلې د درې سوه غړو له لوري هغه مهال شوي چې د ووډ مذهبي مشرانو د دغې ډلې مشر د یاد مذهب په سپکاوي تورن کړی وو.

ددغې پېښې ډیری قربانیان د ووډو معبدونو او مذهبي مراسمو څخه وتښتول شول.

سراج الدین حقاني:د پاکستان او افغانستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو وژغورل شي

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانستان او پاکستان د ملتونو اړیکې باید له زیانمنېدو څخه وساتل شي، ترڅو د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان او راغلي پلاوي سره لیدنه کې کړي.

په دې لیدنه کې صادق خان ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل ته ژمن دی او هڅه کوي، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې لا پیاوړې شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان دا لومړی سفر دی چې کابل ته یې ترسره کوي او ویل کیږي چې په دې سفر کې به د یو شمیر طالب چارواکو سره لېدنې ترسره کړي.

اسرائیلو؛د لومړي ځل لپاره د اسماعیل هنیه په وژلو اعتراف وکړ

0

اسرائیلو د لومړي ځل لپاره د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه په وژلو اعتراف وکړ.

د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرایل کاتز ویلي، چې هیواد یې د روان کال په جولای میاشت کې په ایران کې اسماعیل هنیه وواژه.

رویټرز ویلي، چې دې اعتراف په سیمه کې د تهران او د اسرائیلو ترمنځ د کړکیچ خطر زیات کړی دی.

نوموړي د دفاع وزارت منسوبیو ته ویلي، چې دوی به د حماس مشران او د دغې ډلې زیربیناوې له منځه یوسي.
د هغه په خبره، اسرائیل به د حماس نور مشران هم د هنیه، سنوار او حسن نصرالله په برخلیک اخته کړي.

اردوغان:انقره به له تحریرالشام سره نږدې اړېکې ولري

0

رویټرز خبري اژانس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قوله ویلي، چې انقره د سوریې له نوي مشر احمد الشرع سره نږدې اړیکې لري.

رجب طیب اردوغان په انقره کې د کابینې له غونډې وروسته ویلي، چې ترکیه به د سوریې د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

اردوغان زیاته کړې، چې په راتلونکي کې به سوریې ته د ترکي چارواکو سفرونه پراخ شي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دمشق ته په سفر هم تللی و او له احمد شرع سره یې په ځینو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان ځانګړی استازی؛محمد صادق د اړیکو د پیاوړتیا لپاره کابل ته راغلی

‏د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق کابل ته راغلی.

محمد صادق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې هغه تېر ماښام کابل ته را رسېدلی.

نوموړي ویلي، د طالب چارواکو له لوري یې هرکلی شوی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به بېلابېلې غونډې ولري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.

د یادونې ده چې دا د اسلام اباد او طالبانو تر منځ له ترینګلو اړیکو وروسته د یوه پاکستاني پلاوي لومړی سفر دی.