چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 885

تاسماګامبتوف:افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ګڼې ترهګریزې ډلې فعالې دي

د ډله‌ییز امنیت سازمان غړو هېوادونو مشر تاسماګامبتوف ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ګڼې ترهګرې ډلې فعالې دي، چې دا یوه جدي مسئله ده.

هغه له یو ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، دوی په تېره ناسته کې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې، د امنیت پر ټینګښت ټینګار کړی.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان مسئله اوس د دغه سازمان لپاره مهمه ده.

د یادونې ده، چې یاد سازمان په تېره ناسته کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

خامنه‌یي:د نتنیاهو د نېولو امر کافي نه دی، د هغه د اعدام حکم باید صادر شي

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي وایي، چې د نتنیاهو د نیولو امر کافي نه دی، د هغه د اعدام حکم باید صادر شي.

خامنه‌یي خپلو پلویانو ته ویلي، چې په غزه او لبنان کې دښمن نه ده ګټلې او نه به یې وګټي.

نومړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړيوالې محکمې قاضيانو د اسرائيلو د لومړي‌ وزير بنيامين نتنياهو او د اسرائيلو د دفاع پخواني وزير يوف ګالانت د نيولو امر کړی دی.

د چین ځانګړي استازي؛امیرخان متقي سره د سیمې په اړه خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین هېواد له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره کتلي دي.

دواړو لوریو په دغه لېدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

متقي له چین سره په سوداګریزه برخه کې د پرمختګونو ستاینه کړې او د دواړو لوریو تر منځ یې اړیکې مثبتې بللې دي.

بلخوا د چین ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی کوي.

د ښځو غږ غورځنګ:نړیواله ټولنه باید افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني

‏د ښځو غږ غورځنګ له ښځو سره د تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په رسمیت وپېژني.

دوی په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بشري حقونو د نقض له کبله باید طالبان محاکمه شي.

د دوی په خبره، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، افغانستان کې ښځې څنډې ته شوې، او دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال افغان نجونې او ښځې له بد وضیعت سره مخ دي.

ایران:له فرانسې، جرمني او برېټانیا سره په اټومي پروګرام خبرې کوو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، له فرانسې، برېټاینا او جرمني سره د خپل اتومي پرواګرام په اړه خبرې کوي.

اسماعیل بقايي ویلي، چې له دغو هېوادونو سره به د د فلسطین او لبنان په ګډون په یو شمېر سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو او همدغه راز د اتومي پرواګرام په مسئلې بحث وشي.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

بقايي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د پنجشنبې په ورځ د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران همکاري کمرنګه ښوودلې وه.

اسلام اباد کې؛د طالبانو سفارت نن خپلې چارې ځنډولې دي

اسلام اباد کې د بد امنیتي وضعیت له کبله د طالبانو سفارت نن خپلې چارې ځنډولې.

د دغه سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مراجعین باید نن له راتلو ډډه وکړي.

هلته له څو ورځو راهیسې د عمران خان پلوویانو لاریونوه پیل کړي.

تېره ورځ اسلام اباد ته ټولې غځېدلې لارې هم تړل شوې وې.

کُرمه کې؛د شعیه او سنیانو ترمنځ اووه ورځینی اوربند شوی

0

په کُرمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ د دواړو لوریو د مشرانو په ګډون او یو دولتي پلاوي په همکارۍ اووه ورځنی اوربند شوی.

د خیبرپښتونخوا ویاند محمد علي سیف ویلي، چې په دغه اوربند کې به د دواړو لورویو بندیان راخوشې او دغه راز، د وژل شویو کسانو جسدونه خاورو ته وسپاري.

د یادونې ده، چې هلته له څو ورځو راهیسې جګړه پیل شوې.

نن پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې پلاوی یې هلته رسېدلی او د سولې په برخه کې پرمختګ شوی.

ذبیح الله مجاهد:عامه ځایونو کې بریدونه د داعش کمزوري ښيي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د داعش ډلې لخوا پر عامه ځایونو بریدونه د دغې ډلې ضعف بیانوي.

ذبیح الله مجاهد له یو ټلویزیوني چینل سره مرکه کې ویلي، چې د دوی حکومت له داعش ډلې سره مبارزه کړې او دغه ډله د لمنځه تلو په حال کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې داعش په بغلان ولایت کې پر لمونځ کوونکو د وروستي برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

په دغه برید کې لسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

له متقي سره د روسیې د ځانګړي استازي لیدنه؛دواړو لورویو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

‏د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د طالبانوحکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کتلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو او ټرانزیټ خبرې وشوې.

‏امیر خان متقي د روسیې سره د طالبانو د حکومت اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکې باید اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ ته پراخې شي.

په دې ناسته کې ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

ضمیر کابلوف دغه راز ویلي، چې هېواد یې په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي او د طالبانو د لوړپوړیو چارواکو سره خبرې اترې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان په رسمیت نه پېژنې؛ خو په دې برخه کې تدریجي عمل کوي.

د طالبانو حکومت؛ټولو ولایتونو کې ۳۴ جهادي مدرسې جوړوي

د طالبانو حکومت وایي، چې په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ جهادي مدرسې جوړوي چې هره یوه به یې له زرو څخه د ډېرو زدکوونکو د جذب ظرفیت ولري.

په جوزجان کې د طالبانو د حج او اوقافو مرستیال د یوه جومات د پرانیستلو په مراسو کې ویلي چې پر دې سربیره په هره ولسوالۍ کې د دریو دیني مدرسو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په هېواد کې د مدرسو د جوړېدو کار په چټکۍ روان دی.