شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 88

وال‌استریت ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د محدود پوځي برید امکان ارزوي

0

د وال استریت ژورنال راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د یو محدود لومړني برید د ترسره کولو امکان ارزوي، څو تهران دې ته وهڅوي چې د اټومي تړون منلو ته غاړه کېږدي.

د دې ورځپاڼې په وینا، د امریکا احتمالي پیلنی برید به د ایران څو پوځي یا دولتي مرکزونه په نښه کړي.

وال‌استریت ژورنال زیاته کړې چې که چیرې د ایران حکومت د ټرمپ د هغې غوښتنې عملي کولو څخه ډډه وکړي چې له مخې یې باید د یورانیمو بډاینه پای ته ورسوي؛ نو امریکا به د حکومت د تاسیساتو پر ضد پراخ پوځي کمپاین پیل کړي.

ملګري ملتونه:زرګونه افغانانو ته مو بېلابېلو سیمو کې روغتیايي خدمات برابر کړي دي

‏د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې د افغانستان د وجهي صندوق په ملاتړ یې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۴۷ زره او ۵۴۵ کسانو ته روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د راپور له مخې، په دغو خدماتو کې امېندوارې مېرمنې، نوي زېږېدلي ماشومان، کوچنیان او زلمیان شامل دي، چې موخه یې د کورنیو د روغتیا پیاوړتیا ده.

دا مرستې په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ښځو او ماشومانو ته رسول شوې دي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې یاد روغتیايي مرکزونه کورنیو بې‌ځایه شویو، بېرته راستنېدونکو او کوربه ټولنو ته بنسټیز خدمات وړاندې کوي.

میټا:د مېسنجر ځانګړې وېب‌پاڼه بندوو

0

میټا اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې به د مېسنجر ځانګړې وېبپاڼه په بشپړ ډول وتړي.

له دې وروسته به کاروونکي ونه شي کولی په جلا توګه دې پاڼې ته لاسرسی ولري او په اوتومات ډول به د فېسبوک اصلي پاڼې ته ولېږدول شي.

شرکت ویلي چې ټولې پخوانۍ خبرې اترې او پیغامونه به خوندي پاتې شي او کاروونکي کولی شي د فېسبوک له اصلي پاڼې یا د موبایل له اپلېکېشن څخه خپل پیغامونه وګوري.

میټا تر دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د وینډوز او مک لپاره د مېسنجر جلا اپلېکېشنونه هم بند کړي وو.

د شرکت په وینا، دا پرېکړه د خدماتو د یوځای کولو او د سرچینو د ښه کارونې لپاره شوې ده.

سوریه؛د اسد له واکمنۍ وروسته، په لومړي ځل یو شمیر بندیانو ته عفوه اعلان شوه

0

د سوریې دولتي اژانس (سانا) د راپور له مخې، د سوریې د لنډمهالي حکومت مشر احمد شرع د یو فرمان له لارې د بندیانو یوې ځانګړې کټګورۍ ته د بښنې اعلان کړی دی.

دا پرېکړه د سیاسي بدلون له پړاو وروسته لومړنۍ رسمي عفوه بلل کېږي، چې د بشار اسد د واکمنۍ تر پای ته رسېدو وروسته صادره شوې ده.

د راپور له مخې، هغه زندانیان چې د سختو او لاعلاجه ناروغیو سره مخ دي او یا یې عمر له اویا کلونو پورته دی، د دې بښنې له امتیازه برخمنېږي.

خو د عامو وګړو پر ضد د جدي جرمونو مرتکبین، او هغه کسان چې د شکنجې او تاوتریخوالي په تور محکوم شوي، له دې بښنې څخه بهر ساتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې سوریه کې د موقت حکومت له جوړېدو راهیسې لسګونه کسان د پخواني نظام سره د تړاو او د خلکو پر وړاندې د سرغړونو په تور نیول شوي او بندیان شوي دي.

د ایران پر فضا؛د توغندیو د احتمالي توغولو له امله د الوتنو لپاره خبرداری خپور شو

0

د هوايي چلند د څار نړیوالې ادارې Flightradar24 اعلان کړی چې د ایران پر فضا د هوايي خبرتیا (NOTAM) رسمي اعلامیه نافذه شوې او پیلوټانو ته سپارښتنه شوې چې د ځمکې له سطحې څخه تر FL100 (نږدې ۱۰ زره فټه) لوړوالي پورې له ټاکل شوې سیمې څخه ډډه وکړي، ځکه چې د توغندیو د توغولو احتمال شته.

یادې ادارې په خپل رسمي بیان کې ویلي، د دې خبرتیا له مخې ښايي په مشخصو مختصاتو کې راکټي ازموینې یا توغونې ترسره شي، چې له امله یې ټیټ ارتفاعي هوايي تګ راتګ له جدي خطر سره مخ کېدای شي.

د NOTAM (Notice to Air Missions) هغه رسمي خبرتیا ده چې د ملکي هوايي چلند ادارې یې خپروي او پکې د هوايي تګ راتګ لپاره د لنډمهاله خطرونو، محدودیتونو او یا هم د ځانګړو فعالیتونو په اړه معلومات ورکول کېږي.

پاکستان؛د باجوړ له برید وروسته د طالبانو حکومت د سفارت مرستیال احضار کړی

تېره ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ ولسوالۍ کې د موټر بم برید او نښتې له کبله لږ تر لږه ۱۱ پاکستاني سرتېري او د ټي‌ټي‌پي ۱۲ وسله‌وال وژل شوي وه؛ چې ددې پېښې په غبرګون کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت مرستیال احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې وړاندې کړی.

پاکستان ویلي، دا ډول بریدونه د سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که اړتیا وي، پر افغانستان هوایي بریدونه هم ترسره کېدای شي.

د وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاورې څخه خوندي فعالیت کوي؛ خو د فعالیتونو د محدودولو لپاره هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.

پاکستان:د غزې د سولې ساتنې ماموریت ته چمتو یو؛ خو د حماس بې وسلې کولو ماموریت نه منو

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد یې خپلې سرې کرښې ټاکلي او د غزې په کړکېچ کې به یوازې د سولې ساتنې ماموریت کې برخه واخلي، خو د هر ډول بې وسلې کولو ماموریت کې به ګډون ونه کړي.

د نړیوال امنیتي ځواک یا (ISF) د ماموریت په اړه وروستۍ پرېکړه لا پاتې ده، خو اسلام‌اباد ویلي چې د خپل وروستي موقف څرګندولو مخکې به د وضاحت انتظار وباسي.

تمه ده چې، د دې موضوع په اړه بحث نن په واشنګټن کې ترسره شي.

اسلام‌اباد هیله څرګنده کړې چې د سولې شورا به خپلې تمې پوره کړي او د غزې خلکو ته به سوله، سوکالي او پرمختګ راولي، څو د اوږدمهاله کړکېچ پر ځای د ثبات فضا رامنځته شي.

دغه اعلامیه څرګندوي چې پاکستان هڅه کوي په نړيواله کچه د سولې د هڅو ملاتړ وکړي، خو په مستقیمه توګه په جګړه کې ګډون نه کوي.

سرګي لاوروف:که اوکراین سوله غواړي؛ نو د کریمیا او دونباس له دریځه دې تېر شي

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هر څوک چې د ولودیمیر زېلېنسکي وروستیو څرګندونو ته غوږ شي، پوهېږي چې کی‌یف د مسکو له نظره د سولې لپاره لازم چمتووالی نه لري.

هغه ټینګار کړی چې مسکو به د کریمیا او دونباس په اړه له خپل دریځه تېر نه شي.

لاوروف ویلي، د اوکراین ولسمشر اعلان کړی چې له دونباسه به شاتګ ونه کړي او هغه سیمې چې روسیې نیولي، په رسمیت نه پېژني.

بل لور ته، زېلېنسکي د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال ویلي چې امریکايي استازو ورته وړاندیز کړی که اوکراین له دونباسه ووځي، سوله به ژر ټینګه شي او اوږدمهاله امنیتي ضمانتونه به ورکړل شي.

خو د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه باید له قوي او دوامدارو امنیتي تضمینونو سره مل وي، او که دا شرط پوره نه شي، نو د جګړې درول به د هېواد امنیت خوندي نه کړي.

«په کابل کې غوره هوټل»د انټرکانټیننټل له دهلیزه د افغانستان تاریخ

0

لیکوال: حمیدالله محمد شاه
الجزیره

ژباړه: ارمان افغان
حماسه میډیا

د کابل ښار له یوې لوړې غونډۍ څخه، د انټرکانټیننټل هوټل داسې ولاړ دی لکه یو چوپ شاهد، چې د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو ډراماتیک بدلونونه یې له نږدې لیدلي دي.
دا هوټل یوازې د کانکریټ او ښیښې یوه لوکسه ودانۍ نه وه، بلکې لکه څنګه چې برېتانوي خبریاله لېز دوسېت یې یادونه کوي، د یوه ملت د هیلو هنداره وه او بیا د هغو هیلو د ماتېدو نښه هم شوه.

د کابل په زړه کې د عصریتوب حباب
انټرکانټیننټل هوټل د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر په ۹مه پرانیستل شو، هغه مهال چې پاچا محمد ظاهر شاه د افغانستان د عصري کولو پروژه رهبري کوله.
دا هوټل د برېتانیا حکومت له لوري د ۲.۵ میلیونه پونډه پور په مرسته جوړ شو او د «انټرکانټیننټل» د نړیوالې شبکې برخه و.
د معاصر تاریخ افغان څېړونکی ډاکټر احمد فهیم الجزیرې ته وایي:
«دا هوټل یوازې یو سیاحتي پروژه نه وه، بلکې یو سیاسي پیغام هم و. کابل غوښتل نړۍ ته وښيي چې د عصري نړۍ برخه ده او کولی شي ډیپلوماتان او سوداګر په یو ځای کې ومني.»
په هغه وخت کې، دا هوټل د یوه محافظه‌کار او بېوزله هېواد په منځ کې یو جلا نړۍ وه:شراب، لوېدیځه موسیقي، بهرنۍ ښځې د لامبو جامو کې، اروپایي پخلي کوونکي… او کابل ته د «منځنۍ اسیا پاریس» ویل کېدل.

خو دا «روښانه حباب»، لکه څنګه چې لېز دوسېت یې بولي، ډېر ژر وچاودېد.
له پوځي کودتاوو وروسته، بیا د شوروي یرغل، بیا کورنۍ جګړې…
انټرکانټیننټل له یوه سمبولیک لوکس ځای څخه، په ستړې او نیمه ویجاړې ودانۍ بدل شو، چې د افغان ولس د دردونو ژوندی ثبوت وګرځېد.

رحمت‌الله نیازی، چې د هوټل له پخوانیو کارکوونکو څخه دی، الجزیرې ته وایي:
«موږ به هر ځل د حکومت له بدلون سره، د مشرانو انځورونه بدلول. زما د کار په موده کې مې د شپږو مشرانو عکسونه بدل کړل. زه به هغوی نه پېژندلم، خو کار ته به مې دوام ورکاوه… زما مخې ته ډېر مخونه تېر شول، وختونه بدل شول، خو هېڅکله مې فکر نه کاوه چې هېواد به داسې سقوط وکړي.

لوېدیځو خبریالانو هغه مهال دې هوټل ته «د نړۍ تر ټولو بد هوټل» ویل؛ خو د کارکوونکو لپاره همدا ځای د کابل د ثبات وروستۍ نښه وه.

هغه څه چې د لېز دوسېت کتاب ځانګړی کوي، دا دي چې هغې د لویو جنرالانو پر ځای د عادي خلکو کیسې راخیستي دي.
هغې د استقبالي کارکوونکو، پخلی کوونکو، پاکوونکو او ساتونکو ژوند ته پام کړی، نه د جګړو نقشو ته.
د کورنۍ جګړې پر مهال، هوټل د بې‌وزلۍ نښه شوه: نه روانې اوبه وې، نه د تودوخې سیستم کار کاوه، نه ډوډۍ خوند درلود.
خونې د مجاهدینو د توغندیو پر وړاندې پناه ځایونه شوې وې.
لوکس څراغونه مات شوي وو، پوړونه بار بار ویجاړېدل او بیا رغول کېدل.
خو سره له دې، کارکوونکو خپل کار ته دوام ورکړی و.
د هغوی لپاره دا هوټل یوازې د کار ځای نه و، بلکې د ژوند وروستۍ هیله وه.
دا کیسه یوازې د یوه هوټل نه ده، بلکې د افغانستان د نیمې پېړۍ هنداره ده: له لوړو هیلو تر ژورو ماتېدنو پورې، نه د مشرانو له سترګو، بلکې د عادي خلکو له نظره.

لېز دوسېت هڅه کوي چې لوستونکي افغانستان د خپلو خلکو له سترګو وویني، د ورځني ژوند، هیلو، وېرې او بریاوو له لارې.
هغې د جنرالو او جګړې پر ځای د عادي افغانانو ژوند ته لومړیتوب ورکړی، ترڅو هغه انځورونه چې نړیوالې رسنۍ یې خپروي—یوازې جګړه، طالبان، چادري، ځانمرګي بریدونه—تغیر کړي او د خلکو انساني اړخ څرګند کړي.
فاطمه جلیل، افغانه څېړونکې، الجزیرې ته وايي:
«لېز دوسېت د یوې نادرې خبریالۍ لړۍ برخه ده چې وایي د جګړو پوهه له پخلنځي څخه پیل کیږي، نه له عملیات خونې. هغې د افغانستان خلکو ژوند ته ژوره کتنه کړې او ټولنې سره نږدې پاتې شوې.»
کتاب د هغو کسانو ورځنی ژوند بیانوي چې په هوټل کې یې کار کاوه: د استقبالي پرسونل ورځنی نظم، د سهار لمونځ، شین چای، تازه ډوډۍ او ساده خوراکونه، او په همدې ډول د افغانانو ورځنی ژوند او هیلې ښیي.
لېز دوسېت د کتاب له لارې غواړي لوستونکي ته وښيي چې افغانستان یوازې د جګړو او بحرانونو هېواد نه دی، بلکې خلک یې د عادي ژوند لپاره هڅه کوي، څو د هیلو او صبر ژوند وکړي.

هوټل د خپلې تاریخي دورې پر مهال د پام وړ پېښې هم ولیدې.
په ۱۹۷۱ کال کې، هوټل د فرانسوي ډیزاینر پییر بالمان د فیشن نندارې کوربه و، چې د ځینو لپاره د عصریتوب او پرانیستۍ جشن و، خو د نورو محافظه‌کارو لپاره یې فرهنګي جنجال راولاړ کړ.
.
د ټولنپوهنې کارپوه خالد حکیمي وایي:
«دولت د ښار او کلي ترمنځ د تفاوت د کمولو هڅه کوله، خو ښار ته د لوېدیځ ژوند معرفي کول د کلیوالو سخت غبرګون راوپاروه. دا تضاد د افغانستان د اوږدمهاله شخړو یو اصلي لامل و.»
هوټل د طالبانو لخوا هم دوه ځله په بریدونو وځپل شو (۲۰۱۱–۲۰۱۸)، ځکه دوی دا ودانۍ د غني او لوېدیځو ارزښتونو سمبول ګڼله.

یو ځوان جګړه مار یې په صراحت وویل:
«دا ودانۍ یوازې د شتمنو لپاره جوړه شوې ده.»
سره له دې ټولو پېښو، هوټل د خلکو لپاره تل د امید او ثبات یوه نښه پاتې شوې.

حضرت خان، چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته یې کار له لاسه ورکړ، وایي:
«زه هېڅکله امید له لاسه نه ورکوم. زه باور لرم چې انټرکانټیننټل به یو ځل بیا د کابل غوره هوټل شي.»

لېز دوسېت د دې کتاب له لارې د افغانستان نیمه پېړۍ د خلکو ژوند، هڅې، ستونزې او هیلو ته ژوره کتنه وړاندې کوي، او لوستونکي ته ښيي چې د جګړو تر څنګ د افغانانو انساني اړخ او د عادي ژوند هیلې هم شته.

پاکستان؛کراچۍ کې د ګاز د نل‌لیکې د چاودنې له کبله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان د کراچۍ په یوه استوګنیزه سیمه کې د ګاز نل‌لیکې چاودنې لس تنه وژلي او لږ تر لږه ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

ځایي چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د څو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی.

ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او ډاکټران یې د ژغورلو هڅې کوي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، پېښه په یوه څو پوړیزه ودانۍ کې د ګاز د لیک له امله رامنځته شوې چې وروسته یې چاودنه کړې ده.

چاودنې د ودانۍ ځینې برخې سختې زیانمنې کړې دي.

د ژغورنې او بیړني خدمتونو ډلې سیمې ته رسېدلي او د خاورو لاندې د نورو احتمالي قربانیانو د موندلو لپاره پلټنې روانې دي.

چارواکي وايي د پېښې د دقیق علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.