د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، په دغه هېواد کې د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته د اسلاماباد صبر نامحدود نه دی او له کابل یې غوښتي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د فعالیتونو مخه ونیسي.
اندرابي په یوه خبري ناسته کې ویلي، پاکستان له افغان لوري تمه لري چې خپله خاوره د هېڅ ډول وسلهوالو ډلو لپاره د پټنځای او یا هم د بریدونو د طرحې په توګه ونه کارول شي.
هغه زیاته کړې چې که دا وضعیت همداسې دوام ومومي، اسلاماباد به اړ شي مناسب ګامونه پورته کړي.
نوموړي د پاکستان د دفاع وزیر هغه څرګندونې هم تایید کړې چې که اړتیا وي، ښايي د افغانستان پر وړاندې اقدام وشي.
بل لور ته، د طالبانو حکومت هرکله ټینګار کړی چې د هېواد خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او پاکستان کې ستونزې یې ددغه هېواد داخلي مسئله بللې ده.
د امریکا د پنسلوانیا ایالت ډیموکراټ سناتور جان فترمن ویلي، د ایران اوسني واکمنان یوازې د زور او ځواک ژبې ته غبرګون ښيي او له هغوی سره پر خبرو باور نه شي کېدای.
د ټراټ د روزنې پر مهال افغانستان د استرالیا او نیوزیلنډ په څېر سترو لوبډلو ته هم تاریخي ماتې ورکړه او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې خپل ځواک ثابت کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې د ټراټ د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د هغه تر مشرۍ لاندې افغان لوبډلې سترې او تاریخي لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.
ټراټ د خپلې خدای پامانۍ پر مهال ویلي، افغان لوبغاړي ځیرک، زیارکښ او بااستعداده دي او اوس دا وړتیا لري چې د نړۍ له سترو لوبډلو سره سیالي وکړي او بریاوې خپلې کړي.
د دې ورځپاڼې په وینا، د امریکا احتمالي پیلنی برید به د ایران څو پوځي یا دولتي مرکزونه په نښه کړي.
والاستریت ژورنال زیاته کړې چې که چیرې د ایران حکومت د ټرمپ د هغې غوښتنې عملي کولو څخه ډډه وکړي چې له مخې یې باید د یورانیمو بډاینه پای ته ورسوي؛ نو امریکا به د حکومت د تاسیساتو پر ضد پراخ پوځي کمپاین پیل کړي.