دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 877

مولوي کبیر:د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوو

په داسې حال کې چې پر پکتیکا د پاکستان برید ته لاهم کوم فزیکي غبرګون نه دی ښودل شوی؛ خو د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي کبیر وایي، چې دوی د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوي.

مولوي کبیر کابل کې د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې دوی د هیچا فرمایش نه مني.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

عبدالکبیر ویلي، پر افغانستان ناسم تورونه لګول اړیکې خرابوي او تاوتریخوالی رامنځته کوي.

فضل هادي مسلم یار:د مجید قرار د لور پر مړینې سخت خواشینی شوم

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار د هېواد د پخواني ډیپلومات مجید قرار د کوچنۍ لور روښانه قرار پر مړینې خواشینې څرګنده کړې.

ښاغلي مسلم یار مجید قرار او د هغه کورنۍ ته تسلیت ویلی او په دې لوی غم کې یې ځان د هغه له کورنۍ سره شریک بللی.

په خورا خواشینۍ او تسلیت سره؛کوچنۍ روښانه قرار له یو عالم دردونو سره له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د پخواني ډیپلومات او افغان شنونکي مجید قرار لور روښانه قرار د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د ښاغلي قرار د کورنۍ غړي او دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ په ایکس‌پاڼې د کوچنۍ روښانې مړینه تایید کړه.

کوچنۍ روښانه له تېرو دوو کالو راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه.

د حماسه میډیا ټول کارکوونکي د ښاغلي قرار او د هغه له کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولي او خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

هیله نجیب:افغانان د یو بېګانه حکومت لاس کې دي؛ نو ځکه یې د پوښتنې څوک نشته

د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب ویلي، چې افغانان د یو بېګانه حکومت په لاس کې دي؛ نو ځکه یې هیڅوک د پوښتنې نشته.

هغې ویلي، چې اوس باید اوسنی حاکمیت هم وپوښتل شي، چې ولې د خپلو افغانانو پوښتنه نه شي کولای.

نوموړې ویلي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.

تمیم عاصي:د ملا تاجمیر په ګډون د طالبانو د استخباراتو ۸ تنه جګپوړي غړي له آی ایس آی معاش اخلي

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال ملاتاجمیر جواد او ۸ تنه نور لوړپوړي استخباراتي مشران د ای ایس ای او قطر هېواد څخه معاش اخلي، او کورنۍ یې پاکستان ته تګ راتګ لري.

ښاغلي عاصي لیکلي، ملا امیرخان متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپل تجارت د ساتنې په موخه په مخفي توګه پاکستاني لوري ته ویلي چې د تقابل مخالف دی.

نوموړي لیکلي چې په افغان خاورې د پاکستان د تیر بمبار له امله د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې د ملا هبت الله د دفتر شیخانو او یو شمیر طالب چارواکو ته چې پاکستان ته تګ راتګ کوي ستونزې جوړې نه کړي.

طالبانو تر مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالله عبدالله:پر پکتیکا د پاکستان د بریدونو غندنه کوم

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر پکتیکا د پاکستان برید غندلی.

ښاغلي عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا د افغانستان پر خاوره تېری او د ټولو قوانینو نقض دی.

نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ باید ستونزې د خبرو له لارې حل او له هغو مسائلو ډډه وشي، چې د بحران ژورېدو سبب کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:قزاقستان کې د اذربایجاني الوتکې پر لوېدو خواشیني یوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات قزاقستان کې د اذربایجاني الوتکې پر لوېدو خواشیني څرګنده کړې.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اذربایجان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

د یادونې ده، چې د قزاقستان په اکتا کې د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې لسګونه کسانو خپل ژوند بایللی دی.

د طالبانو حکومت؛کابل کې د پاکستان چارسمبالی احضار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کابل کې د پاکستان چارسمبالی احضار کړی دی.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نوموړی یې نن له غرمې وروسته احضار کړی او پر پکتیا یې د برید په اړه ورته خپل جدي اعتراض لیک ورسپارلی.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه یې سره کرښه ده.

بلوچستان؛زرین باغ سیمه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي

0

بلوچستان کې د پاکستاني پوځيانو پر هغه موټریز کاروان برید شوی، چې غوښتل یې په سیمه کې د قطر دیپلوماتانو د ښکار شوق پوره کولو لپاره د امنیت تدابیر و ارزوي.

باوري سرچینې وايي، برید د بلوچستان د دشت سیمې په زرین باغ کې شوی.

په دغه برید کې دوه پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو هلته دغه ډول بریدونه بلوڅ ازادي غوښتونکي کوي.

کندهار کې؛د بهرنیو مؤسسو د تړلو لړۍ پیل شوې

باوري سرچینې وایي، چې کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین اخوند له لوري د غیر دولتي بهرنیو مؤسسو د تړلو فرمانونه صادر شوي.

ویل کېږي چې په دې اړه ملابرادر د طالبانو له مشر شیخ هبت الله اخوندزاده سره ناسته هم کړې؛خو بې پایلې پای ته رسېدلې.

بل لورته ننګرهار کې هم له تېرو څو ورځو راهیسې یونسیار خپل فعالیتونه تړلي.

په همدې حال کې لیکوال او د پوهنتون استاد هجرت الله اختیار وایي، د طالبانو مشر غواړي افغانستان کې د بهرنیو موسسو دفترونه پاکستان ته انتقال کړي او په دې باندې له ۲۰۲۲ کال راهیسې کار روان دی.