سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 874

د شوروي اتحاد؛یوې جنګي بېړۍ د چین په سویل کې اور اخیستی

0

د الوتکې وړونکې بېړۍ مینسک، چې د شوروي اتحاد یوه جنګي بېړۍ وه، د چین په سویل کې د شانګهای بندر ته څېرمه یې اور واخیست.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ شوې ده.

د مینسک الوتکې وړونکې بېړۍ په ۱۹۷۸ کې د شوروي اتحاد د سور سمندرګي ځواکونو خدمت ته ننوتل.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته دغه بېړۍ د اوکراين له خوا پر جنوبي کوريا وپلورل شوه او له بندېدو وروسته د کروز بېړۍ په توګه پر څو چينايي سوداګرو وپلورل شوه او له شاوخوا دوو لسيزو راهيسې د خلکو لپاره يو تفريحي نندارتون و.

ایران؛د دوه افغانانو په ګډون اته تنه اعدام کړي

ایراني چارواکو نن یو وار بیا دوه افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش ویلي چې د ایران حکومت له لوري ټول اته تنه اعدام شوي چې دوه یې افغانان دي.

یاد بنسټ د اعدام شویو افغانانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

ویل کېږي چې یاد کسان د د نشه‌یي توکو د پېر او پلور په تور اعدام شوي دي.

کابل کې؛یو هلک او نجلۍ ویشتل شوي

د کابل ارزان قیمت د نهم بلاک سیمه کې یو سړي هغه نجلۍ ویشتلې، چې خپل ورور سره یې د دوی کور ته ورغلې وه.

باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې نجلۍ او هلک له یو بل سره اړیکې درلودې؛ خو د نجلۍ کورنۍ او د هلک کورنۍ هیڅ رضایت نه درلود، چې بلاخره نجلۍ د خپل پلار له کوره له هلک سره د هغه کورته تللې.

د معلوماتو له مخې، د هلک کورنۍ د نجلۍ په راوستلو سره خپل زوی وهلی او د نجلۍ سره د نکاح اجازه یې نه ورکوله، هلک له کورنۍ سره له جنجال وروسته ځان په ډزو ویشتی.

له دې پېښې وروسته د هلک ورور نجلۍ هم په ډزو ویشتې ده.

د دغه هلک او نجلۍ جسدونه روغتون ته وړل شوي او د طالبانو ځایي حکومت د هلک ورور نیولی دی.

عمران خان؛د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د رئیس کېدو لپاره فورم لېږلی

0

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکارې زلفي بخاري ویلي چې عمران خان د اکسفورډ پوهنتون ته د ریاست فورم لېږل شوی.

ټاکل شوې چې د یاد پوهنتون د ریاست لپاره به ټاکنې د لړم په میاشت کې پیل شي.

ټاکل شوې چې دا ټاکنې به په انلاین بڼه ترسره شي.

په دې ټاکنو کې به د پوهنتون استادان او له یاد پوهنتون فارغ شوي محصلین رایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر یو کال زیاته موده وشوه چې عمران خان په بند کې دی.

قانع:هغه کسان چې موټر ټکسي کوي، باید د موټرو ټولې پرزې یې پوره وي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له موټر چلونکو غوښتي، چې د خپلو موټرو د ټکسي پرمهال د موټرو د عقب ښیښې، د موټرو څراغونه، اشارې او د دروازو قلفونه پوره وي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې تر دې پرته یې موټر د اړوند شرکت له لوري نه رنګ کېږي.

نوموړي زیاته کړې، که هرچا د خپل موټر یادې پرزې رنګ نه کړې، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه ویلي، دا چاره تر ډېره د بېکارۍ د مخنیوي لپاره ترسره کوي.

زلنسکي:په کورسک مو ځکه بریدونه زیات کړي چې له روسیې سره یوه حایله سیمه رامنځته کړو

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، په کورسک سیمه یې ځکه حملې کړې چې دا سیمه د روسیې پر وړاندې د یو حایل په توګه وکارول شي.

که څه هم له څو ورځو راهیسې په کورسک سیمه کې درنه جګړه پیل شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې زلنسکي د دغې جګړې هدف په ګوته کوي.

اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کې یو مهم پل نړولی او یو بل کلیدي پل ته هم نږدې شوي دي.

اسوشټیډ پریس ویلي، چې د دغه پل له نړېدو وروسته د روسیي ځواکونو ملاتړ کمزوری شوی دی.

غزه کې د اوربند لپاره؛بلنکېن یو وار بیا منځني ختیځ ته تللی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن یو ځل بیا منځني ختیځ ته په سفر تللی.

د رویټرز د خبر له مخې، نوموړی به غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د خلاصون په اړه خبرې اترې ولري.

سرچینه زیاتوي، بلېنکن به د اوربند د مذاکراتو د دوام لپاره پر ښکېلو غاړو فشار ته دوام ورکړي.

هغه تر دې وړاندې هم په غزه کې د اوربند په موخه منځني ختیځ ته سفر کړی او د قطري چارواکو په ګډون یې له اسراييلي لوري سره هم په دې تړاو خبرې کړې دي.

بل لورته جوبایډن هم د جمعې په ورځ ویلي وه چې حماس او اسرائیل یوې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې دي.

په ورته وخت کې حماس ویلي، چې دوی د واشنګټن د اوربند وړاندیز ردوي.

پوتین؛په یو رسمي سفر اذربایجان ته لاړ

0

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین په یو رسمي سفر اذربایجان ته تللی.

واک ته د پوتین تر رسېدو وروسته، دا اتم سفر دی چې نوموړی یې یاد هېواد ته کوي.

ټاس خبري اژانس ویلي چې نوموړی به له خپل سیال الهام علي‌اوف سره د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د یادونې ده چې ازبکستان ته د پوتین وروستی سفر په ۲۰۱۸ کال کې ترسره شوی و.

درانی:افغانستان د نړۍ له پام غورځېدلی او دی ورته اندېښمن دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني یو وار بیا اندېښنه ښودلې چې د سپټمبر یوولسې پېښه یو وار بیا تکرار نه شي.

هغه ویلي، افغانستان اوس د نړۍ له پام لوېدلی او د نړۍ ټول پام غزې او اوکراین ته ور اوښتی، چې دا پېښه خواشېنونکې ده.

دراني زیاته کړې، چې دا چاره د دې سبب کېږي، چې په افغانستان کې ترهګري وده وکړي او یو وار بیا د سپټمبر یوولسمې پېښه تکرار شي.

نوموړي همدا راز ویلي، که افغانستان کې وضعیت نور هم بد شي، نو تر دې به هم ډېر افغانان وطن پرېښودو ته اړ شي او د دوی ځای بیا پاکستان دی، چې دی ورته اندېښمن دی.

حماس ډلې؛ غزه کې د واشنګټن نوی وړاندیز رد کړ

0

حماس ډلې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه د واشنګټن نوی وړاندیز رد کړ.

حماس ډلې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو هم د “جګړې په اوږدولو” تورن کړ.

دغې ډلې د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې په دوحه کې د خبرو په وروستي پړاو کې د منځګړیتوب له خبرتیا وروسته، موږ یو ځل بیا دې نتیجې ته ورسېدو چې نتنیاهو لا هم یوې هوکړې ته د رسېدو په لاره کې خنډونه جوړوي.

دا بیان په داسې حال کې خپور شوی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د واشنګټن د منځګړیتوب د هڅو د یوې برخې په توګه تل ابیب ته سفر کړی دی.

د بایډن اداره هڅه کوي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سرحدونو د کنټرول، د اسراییلي یرغمل شویو او امنیتي بندیانو د شمیر او هویت او د غزې د راتلونکي مدیریت په اړه واټن کم کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ وویل چې دواړه خواوې یوې هوکړې ته تر بل هر وخت نږدې دي.