سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 856

څو شېبې وړاندې؛د کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې کابل ښار کې چاودنه شوې.

یو شمېر سرچينو ویلي، چې دا چاودنه د کابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې اړوند د دارالامان سيمې په علاوالدين څلور لارې کې شوې ده.

ددغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پښتین:پاکستاني ریاست د پښتنو وژلو او تري‌تم کولو ته کار ویلی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي چې د پاکستان ریاست تر دې دمه د پښتنو وژلو او تری تم کولو ته خپل کار ویلی.

ښاغلي پشتین قامي لویې جرګه کې ویلي چې زموږ لاس ته د رسېدليو راپورنو له مخې د ۷۶۵۸۴ پښتنو مرموزه وژنه، د ۷۵۳۸ معذوره کېدل او ۶۷۰۰ پښتانه تري تم دي.

منظور پشتین د دې ټولو ظلمونو پړه د پاکستاني ریاست په غاړه اچولې او زیاته کړې یې ده چې په تاریخ کې د پنجابي ریاست لخوا ډېر ظلم په پښتنو شوی او روان دی.

عبدالسلام ضعیف:د خیبر لویه جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د هیلو راټوکیدلو نوی پړاو دی

پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي چې د خیبر لویه جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد او د هیلو راټوکیدلو نوې پړاو دی.

ّهغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه معلومیږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه او د ظلم په وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کیده.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې دا جرګه خپلو موخو ته ورسېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر اوسه د دغې جرګې په اړه هیڅ نظر نه دی څرګند کړی.

آرین یون:پي‌ټي‌ایم باید طالبان غېږې ته نږدې کړي

د تېر جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړې ارین یون ویلي، چې پي ټي ایم ته له هر چا ډېره بهتره ده چې طالبان غېږې ته نږدې کړي او بد ورپسې ونه وایي.

ارین یون پر خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي، چې طالبان که دوی ته هره لاره ښایي پي ټي ایم یې باید ومني او له مشورو یې سرغړونه ونکړي.

نوموړې دغه راز ویلي چې پي ټي ایم غیر د طالبانو له ملاتړ هیڅ مخته نشي تللی او که طالبان هر څه کوي دوی یې باید ورسره ومني.

خیبر کې؛د پښتنو قومي لویه جرګه پیل شوه

0

خیبر کې د پښتنو لویه قامي جرګه پیل شوه.

که څه هم ټاکل شوې وه چې دا جرګه د اکتوبر پر یوولسمه پیل شوې وی؛ خو د پاکستاني پولیسو له لوري د خیمو سوځولو او ځینو وسایلو د خرابوالي له کبله دا جرګه د اکتوبر ۱۲ مې ته وځنډېده.

د دې جرګې په لومړۍ ورځ لوی سکرین کې پر پښتنو د پاکستان شوي ظلمونه ښودل کېږي، دویمه ورځ نظریات او پر درېیمه ورځ پرېکړه کېږي.

د یادونې ده چې له یادې جرګې ګڼو افغان سیاسونو هم ملاتړ اعلان کړی.

کورمه کې؛د یو برید له کبله ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي

0

کورمې کې د پولیسو یو مشر جاوېدالله محسود رسنیو ته ویلي چې نن په دغه ولسوالۍ کې د یو برید له کبله ۱۱ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

یاده پېښه ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د کنج علیزو غرونو کې رامنځته شوې.

د هغه په خبره، وژل شوي کسان له توري قوم پورې تړاو لري.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پېښې ځای ته پولیس رسېدلي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم په دغه سیمه مې د شیعه مذهبو او سوني مذهبو ترمنځ جګړې شوي او ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي.

افراسیاب خټک؛د کوهاټ د سړک پر بندېدو او مخابراتي شبکو پر پرې‌کېدو نیوکه کړې

0

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک پر پاکستاني چارواکو نیوکه کړې، چې د کوهاټ لار یې تړلې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه دغه راز په خیبر کې د مخابراتي شبکو پرې کېدل هم د نیوکې وړ اقدام ګڼلی دی.

نوموړي ویلي، خلک په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو ورځو راهیسې دپښتنو د قامي جرګې له کبله پاکستاني حکومت د کوهاټ لاره تړلې ده.

جمعیت علماء اسلام ګوند؛له قامي لویې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړی

0

د پاکستان د جمعیت علما اسلام ګوند له قامي لویې جرګې ملاتړ کړی.

یاد ګوند اعلان کړی، چې د دوی مشر مولانا فضل الرحمن د خیبر په ناسته کې د ګډون لپاره د جرګې میدان ته تللی.

دوی دغه راز له پښتنو ملاتړ کړی او پر قامي لویې جرګې یې د پاکستاني پولیسو برید غندلی دی.

د یادونې ده چې پاکستان کې ګڼو ګوندونو له دغه جرګې ملاتړ کړی.

دغه جرګه نن لس بجې په خیبر کې پیل شوې ده.

عبدالکریم خرم:قامي لویه جرګه یوه تاریخي جرګه ده

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د خیبر جرګه تاریخي بللې.

هغه ویلي، اړتیا ده چې د بلوچستان او پښتونخوا حالت د نړۍ له بدلونونو سره سم مطالعه شي.

خرم د پي ټي ایم داعیه یوه برحقه داعیه بللې ده.

نوموړي نړۍ کې وروستیو بدلونونو ته په کتو ویلي، د دې پر ځای چې د پي ټي ایم رد او یا مبالغې په اړه وضاحت ورکړو، اړتیا ده چې له دغې زاویې فکر وکړو، چې څه روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په خیبر کې د پښتنو قامي لویه جرګه پیل شوه.

امرالله صالح:پي ټي ایم د پښتنو یو بدیل تصویر نړۍ ته وړاندې کړ

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، پي ټي ایم د پښتنو یو بدیل تصویر وړاندې کړ.

د صالح په خبره، له ډېر پخوا راهیسې د طالبانو پروژه نړۍ ته وړاندې شوې، خو پي ټي ایم کې د ښځو شتون وښوده، چې د پښتنو اصلي تصویر بدل دی، چېرې چې یو مشهور مفتي له ښځو سره په یو ځای لویه جرګه کې ناست دی.

نوموړي ویلي، دا جرګه ټولو افغانانو ته دا پیغام ورکوي، چې پورته شي او د خپلو ښځو د حقونو لپاره له طالبانو سره مبارزه وکړي.